ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوشي شوي بندیان: طالبانو د وهلو ټکولو تر څنګ ډېری وخت وږي ساتلو

خوشي شوي بندیان: طالبانو د وهلو ټکولو تر څنګ ډېری وخت وږي ساتلو

author avatar
8 Dec 2015 - 13:07
خوشي شوي بندیان: طالبانو د وهلو ټکولو تر څنګ ډېری وخت وږي ساتلو
author avatar
8 Dec 2015 - 13:07

لښکرګاه (پژواک، ۱٧ لیندۍ ۹۴): په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو له زندانه يو شمېر راخوشي شوي زندانيان وايي چې د طالبانو له خوا د وهلو او ټکولو تر څنګ يې ډېرې ورځې په لوږه تېرې کړې دي.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې دوه ورځې وړاندې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نوزاد ولسوالۍ په بر نوزاد سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يو زندان عمليات وکړل.

دوى وايي چې د يادو عملياتو په لړ کې یې ٦٠ کسان له زندانه راخوشي کړي چې د امنيتي سرتېرو تر څنګ ملکي خلک او ماين پاکوونکي هم په کې شامل دي.

د يادو زندانيانو له ډلې ضياءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکی يم، څلور کاله او اته مياشتې مې له طالبانو سره بند کې تېرې کړې او زه يې په دې تور نيولى وم چې دوه مياشتې مې له پوليسو سره کار کړى دى.))

د ضياءالدين په وينا، په ياده موده کې تر شپږو زياتو زندانونو ته وړل شوی او د وهلو او  ټکولو تر څنګ به يې ډېرى وخت سترګې ورتړلې او ډوډۍ به يې هم نه ورکوله.

نوموړي وویل: ((یو وخت مې په همدې زندان کې له ډېرې تندې خپلې متیازې وڅښلې، د مرګ  ګواښونه وهل او ټکول او ډول ډول شکنجې مو په دوام داره توګه لیدل او له ژوند نه په مرګ خوشحاله وم.))

ده وويل چې ډېرو کسانو به کلمه ويله، خو د طالبانو له لوري به ورته د کافر خطاب کېده او په دې پلمه به يې وهل ورکول.

دغه راز يو بل زنداني او ماين پاکوونکي خليل الرحمن چې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پژواک ته وويل: ((شاوخوا ١٤مياشتې وړاندې همدې قول اردو ته څېرمه د ښوراب په سیمه کې وسله والو زموږ پر ټېم باندې بريد وکړ زموږ ١٢ ملګري يې و وژل او موږ درې کسه يې له ځان سره بوتلو.))

هغه وايي چې ٤٥ورځې يې د نادعلي او مارجې ولسوالۍ په زندانونو کې تېرې کړي، وروسته بيا د بغران ولسوالۍ بغني زندان ته بوتلل شول او له هغه ځايه د نوزاد ولسوالۍ د بر نوازد زندان ته راوړل شول.

هغه وويل: ((موږ يې ساتلي وو، تر څو له طالبانو سره مو تبادله کړي خو دولت دا کار ونه کړ او هره ورځ طالبانو موږ وهلو او موږ ته يې اجازه نه راکوله چې له چا سره ملاقات وکړو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، وړاندې تر دې چې امنيتي ځواکونه په ياد زندان عمليات وکړي طالبانو د ملي اردو ٣٤ سرتېري بلې سيمې ته انتقال کړل.

دغه راز د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي ٦٠کلن محمدجان پژواک ته وويل: ((زه يې ځکه بندي کړى وم چې ما ته يې ويل ستا زوى په پوليسو کې کار کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.