لومړى تعقيب - کندهار (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٤): وسله وال طالبان د کندهار هوايي ډګر ته ننوتي او دا مهال هلته د هغوى او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام په څه باندې شپږو بجو يو شمېر وسله والو د دې ولايت د هوايي ډګر په دروازه کې ډزې وکړې او وروسته په هوايي ډګر کې يوې ودانۍ ته چې يو ښوونځى دى، ننوتي دي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.
ده زياته کړه، د نښتې له امله په هوايي ډګر کې دننه د يوه کوچني ملکي بازار غرفو اور اخيستى او هم په ترمينل کې يو زيات شمېر مسافرين بند پاتې دي.
د هغه په وينا، اوسمهال (د ماښام ٧:٢٠ بجې) د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه دمګړۍ معلومات نه لري.
خپلواک وايي، د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، بريدګر ښايي دوه يا درې تنه وي.
د تاج محمد په نوم يو مسافر چې له هندوستان څخه تازه د کندهار هوايي ډګر ته راغلى، وايي چې د ده په ګډون ګڼ شمېر کسان په ترمينل کې بند پاتې دي.
د ده په خبره، د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د ملي اردو ځواکونه مسافرينو ته اجازه نه ورکوي چې دباندې ووځي.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي، د دوى يو شمېر کسان د کندهار هوايي ډګر ته ننوتي او اوس هلته جګړه روانه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن