مزارشريف (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۴):د روان کال په مني موسم کې د شمال زون په پنځو ولايتونو کې په ۱۵۰۰جريبه ځمکه کې د ميوه لرونکو ونو د باغونو د جوړېدو لړۍ پيل شوه.
دغه لړۍ نن د ليندۍ په ۱۷مه، د شمال زون له بلخ ولايت څخه پيل شوه، چې په لړ کې به يې د بلخ په ۳۰۰ جريبه ځمکه کې نوي ميوه لرونکي باغونه جوړشی.
په شمال زون کې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې پروژې له لارې بزګرانو ته د بڼوالۍ اړوندې زده کړې، ځينې وسايل او نيالګي ورکول کېږي.
ده ونه ويل چې د دې پروژې ټول لګښت څومره کېږي.
د هغه په وينا،د شمال زون په يادو ولايتونو کې بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب شامل دي او په دې ولايتونو کې د ۱۵۰۰ جريبه باغونو د ايښودو لپاره ځمکه سروې شوې ده.
ده زياته کړه، چې د روان کال د مني موسم تر پايه به په دې ولايتونو کې په پام کې نيول شوي باغونه کېنول شي.
د هغه په وينا، په يادو باغونو کې به د شفتالو، زردالو، بادام، انار، ناک، مڼې، غوځان او نورو نيالګي شامل وي.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس وايي، چې د باغونو جوړولو ياده لړۍ د کروندګرو د اقتصادي حالت د ښه کېدو په موخه پيل شوې ده.
چارواکي وايي چې د يادې پروژې په مرسته تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې ۶۶۴۵ باغونه کېنول شوي دي.
محمد رسول، چې د مزارشريف ښار په ګورمار سيمه کې يې په اووه جريبه ځمکه کې باغ جوړ کړی، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که دولت ورسره همکاري وکړي نو د نړيوال مارکېټ په معيار برابرې ميوې توليدولى شي.
ده زياته کړه، چې د باغدارۍ لپاره له ټولو جدي ستونزې د کرنيزو اوبو کمښت او سړو خونو نشتوالی دی.
د هغه په وينا، د يادو ستونزو له امله يې هم حاصل کم وي او هم د تر لاسه شوې ميوې د ساتنې لپاره وړ ځای نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن