د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پکتيکا کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پکتيکا کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Dec 08, 2015 - 20:37

ښرنه (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا په بېلابېلو د ناامنيو په پېښو کې د وو وسله والو په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د ولايت شورا غړي افسرخان سليمانېخل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين د وازيخوا د ګيناوې په کلي کې دوه وسله وال د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول.

ده زياته کړه، په دې بريد کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول جمعه محمد وژل شوى دى.

له بلې خوا د وازيخوا اوسېدونکى خان محمد وايي، چې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې هم نن دوه ملکي وګړي ووژل شول.

د هغه په وينا، دغه راز يو بل په موټرسايکل سپور کس د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې نن غرمه مهال ژوبل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتیکا په وړممۍ ولسوالی کې تېره شپه د پولیسو پر هغه کاروان برید شوی چې وازیخوا ته یې اکمالات کول.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى موټر يې ويجاړ کړي دي.

دى وايي، چې په دې نښته کې د دوى درې ملګري هم ژوبل شوي دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسرخان سلېمانخېل هم پېښه تاییدوي او وايي، په دې نښته کې ۱۰ پولیس ټپیان شوي او د هغوی ځينې ټانکونه هم وسله والو له منځه وړي دي.

نوموړی وايي په جګړه کې پاکستانیو طالبانو هم برخه اخیستي.

د سیمې اوسېدونکي هم د نښتې پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه لري.

خو د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل بیا له جګړې انکار کوي او وايي، په وړممۍ کې  د دوی پر ځواکونو هیېڅ ډول برید نه دی ترسره شوی.

د یادولو وړ ده چې د ګواشتې تر تړل کېدو وروسته، اوس ولایتي اداره غواړي له مرکز ښرنې څخه ګومل او بیا وروسته وړممۍ او بیا وازیخوا ته اکمالات وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د غور په دولتيار ولسوالۍ کې د دولت يو مخالف قومندان ملا باران وژل شوى دى.

د دولتيار امنيه قوماندان سمونيار ضياءالدين، پژواک اژانس ته وويل چې نوموړى قومندان نن د دې ولسوالۍ په کله منار سيمه کې د دولتي ځواکونو په کمين کې وژل شوى دى.

ده زياته کړه، ملا باران د طالبانو د استخباراتو مسووليت په غاړه درلود.

له بلې خوا د کونړ پوليسو يو تن له دوو راکت اندازو سره نيولى دى.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک ته وويل چې د کونړ ملي پوليسو د کشرخان په نامه يو تن په نوګل ولسوالۍ کې له دوه راکټ اندازو او مهماتو سره نيولى دى.

 

 

 

 

 

 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement