ميمنه (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): طالبانو په فارياب ولايت کې د څلورو سرتېرو مړي چې د چورلکې له ناستې وروسته د نښتې پر مهال وژل شوي وو، د سرې مياشتې ادارې ته وسپارل.
د خصوصي شرکت دا چورلکه چې د عملې په ګډون ١١ کسان په کې سپاره وو، له مزارشريف څخه د فارياب پر لور روانه وه چې د ليندۍ په دريمه د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې يې بېړنۍ ناسته وکړه.
په فارياب کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو نن د ملي اردو د څلور سرتېرو مړي د سرې مياشتې ادارې او نړيوالو سره صلېب ته د پېښې په ځاى کې وسپارل.
د فارياب سرې مياشتې مشر خان ميرزا وويل، هغوى دا څلور مړي چې طالبانو يو ځاى د پېښې په سيمه کې خاورو ته سپارلي وو، نن ترلاسه کړل.
نوموړي زياته کړه چې د ملي اردو د دوو سرتېرو مړي چې هليکوپتر کې دننه سوځېدلي او د لېږد وړ نه وو، په سيمه کې پرېښودل شوي دي.
خو د فارياب د سرې مياشتې مشر وويل چې طالبانو د يو بهرني وګړي مړى چې د چورلکې د ناستې او نښتې پر مهال وژل شوى، هغوى ته نه دى سپارلى.
د جګړن رضا د معلوماتو له مخې؛ ويل کېږي چې دا مړى د هليکوپتر عملې اړوند کس او د روسيې وګړى دى.
د فارياب سرې مياشتې ادارې مشر وويل چې د دوو بهرنيو وګړو په ګډون، د الوتکې ١٤ د عملي کسان او سپرلي له طالبانو سره برمته دي.
هغه زياته کړه: "زموږ هڅې روانې دي څو برمته کسان ووينو او د هغوى له روغتيا او برخليک څخه ډاډ ترلاسه کړو؛ خو طالبانو موږ ته وويل چې له خپلو مشرانو سره مشوره کوي او د هغوى له اجازې څخه وروسته به د برمته شوو کسانو عکسونه موږ ته راکړي."
سيمه ييزو مسوولينو د برمته شوو د ساتلو ځاى په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د فارياب ولايتي شورا پخواني مشر سيد عبدالباقي هاشمي په دې وروستيو کې ويلي وو چې اسيران د قيصار ولسوالۍ بېلابېلو سيمو ته لېږدول کېږي او دوه او يا دری کسان يې په هر کور کې ساتل کېږي.
هاشمي چې د ولايتي شورا فعال غړى دى، زياته يې کړه چې په برمته شوو کسانو کې چې دوه بهرني وګړي هم شتون لري د قيصار ولسوالۍ په يو کور کې ساتل کېږي؛ خو دا چې طالبانو د دغو برمته کسانو د خوشي کولو په بدل کې څه غوښتنه کړې؟ معلومه نه ده.
هغه وويل: "موږ د خلکو په استازيتوب خبر نه يو چې دولت د برمته کسانو د ازادولو لپاره څه کړي دي؛ خو له طالبانو غواړو چې د انساني او اسلامي کرامت پر بنسټ، د جګړې له اصولو سره سم عمل وکړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن