کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): ولسمشر اشرف غني چې د اسيا زړه- استانبول پروسه کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی و، تېره شپه بېرته هېواد ته راستون شوى دى.
له ارګه د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په ياد کنفرانس کې تر ګډون پرته د يو شمېر هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره هم کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د خپل سفر وروستۍ ليدنه د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره وکړه.
ظريف ويلي، هېواد يې د اقتصادي، امنيتي، د اوبو مديريت او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان د حکومت له خوا د همکاريو د جلب په موخه له برابرې شوې بستې سره همکاري کوي.
نوموړي دغه راز د چاه بهار بندر او د اورګاډي د کرښې د ارزښت په هکله وويل، چاه بهار او د اورګاډي کرښه د افغانستان د اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول د کانونو د انتقال په برخه کې زياته مرسته کولی شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، په امنيتي برخه کې ايران د داعش شتون او فعاليتونو ته اندېښمن دی؛ ځکه چې تهديد يې نېغ په نېغه ايران ته دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د اوبو د مديريت په برخه کې وويل، د هلمند د اوبو يوه بشپړه معاهده وجود لري چې د تطبيق په هکله به يې د دواړو هېوادونو استازي خبرې وکړي.
هغه ترانزيټي همکارۍ د افغانستان او ايران لپاره ګټورې وبللې .
د ولسمشر په وينا، د اورګاډي کرښه د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو او سيمو تېرېږي او ايران له تاجکستان سره نښلوي.
اشرف غني زياته کړه: ((موږ بايد د خپل هېواد له غربي سرحد څخه چې له ايران سره يې لرو، له امنيتي پلوه ډاډه و اوسو.))
هغه زياته کړه، داعش د سيمې لپاره يو جدي خطر دی او ځيني غير حکومتي ناسالمې وسله والې ډلې شته چې د بدلون په حال کې دي او پر داعش د بدلېدلو وېره يې شته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن