ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د داعش ډلې مالي مسوول وژل شوی

امریکا: د داعش ډلې مالي مسوول وژل شوی

author avatar
11 Dec 2015 - 15:22
امریکا: د داعش ډلې مالي مسوول وژل شوی
author avatar
11 Dec 2015 - 15:22

کابل (پژواک،٢٠ لېندۍ ٩٤): د امريکا دفاع وزارت د داعش د مالي مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي چې د هغه وژنه به د یادې ډلې دننه مالي مديريت کمزورى کړي.

خبري سرچينې د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په حواله راپور ورکوي چې موفق مصطفى محمد کرموش، مشهور په ابو صالح د داعش ضد ايتلاف په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

د ابو صالح نوم چې د امريکا د ماليې وزارت د ترهګرۍ په لېست کې شامل دی، د عراق وګړی او ٤٢ کاله عمر یې درلود.

د امريکا د پوځ يوه وياند جنرال وارن ويلي چې ابو صالح د داعش يوه تجربه لرونکى غړی و چې په وژنې سره به يې د دې ډلې د تشکيلاتو په دننه کې مالي مديريت کمزورى شي.

د امريکا پوځ وايي چې په دغه هوايي بريد کې د داعش دوه نور چارواکي ابو مريم د "اخاذي" او ابو وقمن تونسي د اطلاعاتو، وسلو او ځواک د سمبالتیا مسوول هم وژل شوي دي.

امريکا د هغوى د وژل کېدو سيمه نه ده په ډاګه کړې، خو د داعش ضد ايتلاف له تېر يو کال راهېسې په عراق او سوريه کې د يادې ډلې مورچې بمباروي.

دغه هېواد پنځه ورځې وړاندې هم ويلي وو چې په ليبيا کې د داعش مشر ابو نبیل هم د دې ډلې پر يوه کاروان د هوايي بريد په پايله کې وژل شوى دى.

د ياودنې ده، داعش ته منسوب وسله وال د افغانستان په ځينو ولايتونو کې هم فعاليت لري.

تېره مياشت د ننګرهار چارواکو ويلي وو چې په اچين ولسوالۍ کې د ګډو کومانډو ځواکونو په عملياتو کې د داعش وسله والو يوه مجهزه ديجټلي دستګاه او ٢٨ وسله وال له منځه وړل شوي دي.

دوى زياته کړې وه چې په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې افغان کومانډو او ځانګړو امريکايي ځواکونو برخه اخيستې وه چې په دې دستګاه کې انټرنېټ، ډېش انتن، کمپيوټرونه او نور عصري وسايل وو چې دوى له دې لارې په عراق او نورو سيمو کې له خپلو مشرانو سره اړيکې نيولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.