ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان والي : ژمي کې د لارو خلاصولو لپاره مو بشپړ تيارى نيولى

د نورستان والي : ژمي کې د لارو خلاصولو لپاره مو بشپړ تيارى نيولى

author avatar
12 Dec 2015 - 14:26
د نورستان والي : ژمي کې د لارو خلاصولو لپاره مو بشپړ تيارى نيولى
author avatar
12 Dec 2015 - 14:26

اسعد اباد ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : د نورستان والي وايي چې دوى د ژمي لپاره بشپړ چمتووالى نيولى ، څو ددې ولايت لارې خلاصې او د اړتيا وړ توکو بيې لوړې نه شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم له پژواک خبري اژانس سره په يوه ‌ځانګړې مرکه کې وويل چې  ولايتي اداره په خپل توان سره  له ژمنيو ستونزو سره د مقابلې پلان جوړ کړى دى.

هغه زياته کړه : ((موږ ددې لپاره بشپړ چمتوالی نيولى، څو په ټول ژمي کې ددې ولايت لويې لارې خلاصې وساتو .))

دى وايي چې پخوا په ژمي کې د زياتو واورو له امله ددې ولايت لويې لارې بندېدې چې له امله يې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د خوراکي توکو او درملو کمښت رامنځته کېده.

حافظ عبدالقيوم وويل چې د ولسواليو د لارو د خلاص پاتې کېدو لپاره هم دوى پلان لري ، له ځايي قومي مشرانو او حکومتي مسوولينو سره په تماس کې دي او په دې برخه کې يې وسايل او وسايط هم ترلاسه کړي دي.

د نورستان والي زياتوي چې د جاپان هېواد د فوايد عامې وزارت سره د وسايلو او وسايطو مرسته کړې، خو دغه وزارت د نورستان برخه نه ده ورکړې.

ده زياته کړه : (( موږ دغو توکو ته تر نورو زياته اړتيا لرو، خو زموږ له  بار بار غوښتنو سره سره تر اوسه يې موږ ته نه دي سپارلي.))

هغه وايي چې  دوى له اړونده وزارت څخه د نورستان د مرکز او ځينو ولسواليو د سړکونو د قير کولو غوښتنې هم کړې دي .

د حافظ عبدالقيوم په وينا، دوى په نورستان ولايت کې يو متر قير سړک هم نه لري.

والي زياتوي چې امنيت يواځې د نورستان ستونزه نه ده، بلکې د ا د ټول هېواد ستونزه ده ، خو په دې وروستيو کې د نورستان ولايت امنيت ښه شوى دى.

د هغه په وينا، ددې ولايت اوسېدونکي او دولتي مامورين پر لويو لارو تګ راتګ کوي او له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.

خو والي وايي چې په ځينو غرنيو  سيمو کې کله نا کاله امنيتي ستونزې پېښيږي.

حافظ عبدالقيوم وويل چې امنيتي ځواکونه په نورستان ولايت کې پوره چمتوالی لري او په ميړانې سره د هېواد له سرحدونو او خاورې څخه دفاع کوي.

د هغه په وينا، ددې ولايت ټول اوسېدونکي له حکومت او امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي .

والي وايي چې څه موده مخکې د ولايت په مرکز کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په يوه لويه غونډه کې له ملي ځواکونو څخه د ملاتړ اعلان وشو.

نوموړي د پوهنې په برخه کې د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې له ٢٣٤ ښوونځيو څخه يې يواځې ٧٤ ودانۍ لري .

حافظ عبدالقيوم زياته کړه : ((موږ د پوهنې په  برخه کې ډېرې ستونزې لرو ، په ځانګړې توګه د ودانيو او مسلکي ښوونکو نشتوالى عمده ستونزې دي. ))

هغه په روغتيايي برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وويل چې په ټول ولايت کې لوى ولايتي روغتون  نه لري .

والي وايي، څه موده وړاندې يې د نورستان ولايت مرکز پارون په يوه کرايي کور کې ٢٠ بستريز روغـــتون فعال کړی چې هغه يواځې د مرکز پارون د خـــلکو روغتيايي اړتياوې هم نه شي پوره کولى.

د هغه په وينا، په ځينو ولسواليو کې واړه کلينيکونه شته، خو بيا بسترونه نه لري. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.