کابل ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : ملګري ملتونو د کندوز د سقوط او جګړو په اړه خپل څېړنيز راپور کې ويلي چې هلته ٨٤٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د روان لمريز کال د تلې په ٦مه، پر کندوز ښار بريد وکړ او په څو ساعتونو کې يې دغه ښار ونيوه، خو افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې دوه اوونۍ وروسته دغه ښار بېرته له وسله والو طالبانو ونيوه.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما د ليندۍ په ٢١مه، په کندوز ښار کې د جګړو پر مهال د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړى دى.
په دغه راپور کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د تلې له ٧مې څخه تر ٢١مې، د جګړو د مرګ ژوبلې په معلومات خپاره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه راپور پر کندوز ولايت د طالبانو د بريد، د لنډ مهال لپاره د کندوز ښار د نيولو او د دولت پلوو ځواکونوله خوا د ځوابي بريد او بېرته د حکومت له خوا د ښار د نيولو او همدارنګه د ولايت نورې اړوندې جګړې په برکې نيسي.
يوناما ويلي چې په دې راپور کې د پورته ذکر شوې دورې پر مهال د ملکي وګړو تلفات او ټپي کېدل ثبت شوي او همدارنګه د خپلسرو وژنو، تښتونو، بريدونو، ګواښونواو په جګړو کې د کم عمره جنګياليو کارولو، په ښوونې او روزنې، روغتيايي خدمتونو اوپر ازاد تګ راتګ داغېزو تر څنګ د تاوتريخوالي دنورو ډولونو په اړه د يوناما لومړنۍ موندنې وړاندې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر په راپور کې راغلي چې په ياده موده کې د کندوز په نا امنيو او جګړو کې ۲۸۹ تنه وژل شوي او ۵۵۹ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې تلفاتو لويه برخه د ځمکنۍ جګړې له امله رامنځ ته شوې، چې په مشخص ډول يوه مشخص لوري يا ډلې ته نه شي منسوب کېدای .
سرچينه کاږي، دغه راپور د هغو۶۷ ملکيانو(۳۰ مړه او ۳۷ ټپيان) تلفاتو ته هم اشاره کړې، چې د نړيوالو ځواکونو له خوا د بې پولې ډاکټرانو پر سيمه ييز روغتون د تلې په ١١مه بمبار وشو.
په دې راپور کې راغلي چې د کندوز په ياده جګړه کې د ملکي تلفاتو او خونديتوب په اړه زيات معلومات به په وسله واله جګړه کې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه د يونامااو د ملګرو ملتونو دبشري حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر د ۲۰۱۵ کال په کلني راپور کې له جزيياتو سره خپاره شي.
په دې راپور کې د بشري حقونو هغو مهمو اندېښنو ته کتنه شوې چې د کندوز ښار جګړې له امله رامنځ ته شوې دي، په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ټيټولو، د جګړې له زيانونو د ملکي وګړو د ساتلو، نړيوالو بشري حقونو ته داحترام او د حساب ورکولو د ودې په برخو کې اساسي سپارښتنې وړاندې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، يوناما ته د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا د ۲۲۱۰ (۲۰۱۵) پريکړه ليک له مخې، دا واک ورکړل شوی چې "د ملکي وګړو وضعيت وڅاري ، د دوى د ساتنې او خونديتوب دهڅوهمغږي وکړي، حساب ورکول پياوړي کړي او د هغو بنسټيزو ازاديو او بشري حقونود بشپړې عملي کېدا سره مرسته وکړي، چې د افغانستان په اساسي قانون او هغو نړيوالو تړونونوکې چې افغانستان يې غړيتوب لري ثبت شوي، په ځانګړي ډول د هغو احکامو په برخه کې مرسته وکړي، چې د ښځو له خوا د هغوى له ټولو حقونو څخه د برخمن کېدو سره تړاو لري."
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن