ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ترکمنستان ته روان شو

ولسمشر غني ترکمنستان ته روان شو

author avatar
12 Dec 2015 - 08:26
ولسمشر غني ترکمنستان ته روان شو
author avatar
12 Dec 2015 - 08:26

کابل ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : ولسمشر محمد اشرف غني  د ټاپي ګازو نل ليکې پروژې د پرانيستې په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  ترکمنستان ته روان شو.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دغه دوه ورځني رسمي سفر په جريان کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د نل ليکې د پروژې د ساختماني کار پر پرانيستې سربېره به د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره کتنه هم ولري.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى به  ”د سولې، امنيت او پرمختګ په برخه کې د نړيوالو همکاريو د بې طرفانه پاليسيو“ کنفرانس کې هم خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي، د کانونو وزير داوود شاه صبا، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزير محمد همايون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير، د منځنۍ اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر او د هرات او فارياب واليان هم ملتيا کوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.