ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٤٠٠ تنه به له دوو مياشتو زده کړو وروسته له ملي اردو سره ملګري شي

١٤٠٠ تنه به له دوو مياشتو زده کړو وروسته له ملي اردو سره ملګري شي

author avatar
12 Dec 2015 - 14:33
١٤٠٠ تنه به له دوو مياشتو زده کړو وروسته له ملي اردو سره ملګري شي
author avatar
12 Dec 2015 - 14:33

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤): ١٤٠٠ تنه د کابل پوځي تعليمي مرکز ته شامل شول، تر څو هلته له دوو مياشتو زده کړو وروسته د سرتېرو په توګه له ملي اردو سره ملګري شي.

د ملي دفاع وزارت د جذب از جلب قوماندانۍ د ښوونې او روزنې امر ډګرمن شيرين اقا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د هېواد د مرکز او ولايتونو اوسېدونکي دي.

دى وايي چې دغه کسان په داوطلبانه ډول چمتو شوي چې د ملي اردو په چوکاټ کې تر مسلکي زده کړو وروسته له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان تورنجنرال محمدابراهيم احمدزي په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې پوځي تعلميم مرکز کې نويو شامل شويو کسانو ته وويل : " هېواد د تاسو په څېر ځوانانو ته اړتيا لري، تر څو ښې مسلکي زده کړې تر لاسه کړئ او په ښه توګه له خپل هېواده دفاع وکړئ"

ده له يادو کسانو وغوښتل چې په روزنيزه دوره کې له شته امکاناتو او روزنيز بهير څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

هغه دا هم وويل چې د ملي اردو د جلب از جذب قوماندانۍ ته ډېر کسان مراجعه کوي، خو دوى هغه کسان د ملي اردو په ليکو کې شاملوي چې مشکوک او پر نشه يي توکو معتاد نه وي او نااعلاجه ناروغي ونه لري.

تر اوسه د ملي اردو ځواکونو شمېر ١٩٥ زره تنو ته رسېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.