کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د چين پلازمېنې بيجنګ ته روانېږي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله به د شانګهاى د سيمه ييزو همکاريو سازمان په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دغه پلاوى نن ماښام د بجينګ پر لور روانېږي او ټاکل شوې چې دغه غونډه سبا پيل شي.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر زياتوي چې له اجرائيه رييس سره په دغه څلور ورځني سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د سوداګرۍ وزير، د کليو پراختيا وزير، د کانونو د وزير په ګډون ١١ وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان پلاوى به په دغه کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د چين او يو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره جلا جلا ليدنې هم ولري.
د يادونې ده، د شانګهاى د همکاريو سازمان په ٢٠١١ زېږديز کال په رسمي ډول پرانيستل شو.
روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دغه سازمان بشپړ غړيتوب لري، هندوستان، ايران، پاکستان او منګوليا، ترکمنستان او افغانستان د ناظر په توګه په کې ګډون کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن