کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۴): د هېواد په مرکز او ولايتونو کې عام خلک د ټاپي پروژې د کار پيل ته خوښ دي او له حکومته غواړي چې د دې ګټورې پروژې د ښې پلې کېدو لپاره اړينې هڅې وکړي.
له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نلليکي غځولو پروژې (ټاپي) کار نن په ترکمنستان کې پيل شو.
د دې مهمې اقتصادي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړى وزير او يوه هندي چارواکي ګډون کړى و.
د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کمپنۍ سيمې اوسېدونکي ٢٨ کلن وحيدالله غروال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژه د افغانستان لپاره ستره عايداتي پروژه ده، په داسې حالت کې چې ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ سره مخ دي، له لارې يې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.
د راپورونو له مخې، په دې پروژه کې به په مستقيم او غير مستقيم ډول شاوخوا ١٢زره کسانو ته کار پيدا شي.
غروال وايي، د افغانستان حکومت بايد د دې پروژې په پلې کولو کې هر اړخيزه هڅې وکړي او په هغو ولايتونو کې ښه امنيت ټينګ کړي چې د ګاز نلليکه په کې تېرېږي.
د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند د نواباد سيمې اوسېدونکې پلوشه تسل وايي چې دغه پروژه هم له امنيتي او هم له اقتصادي پلوه افغانستان او سيمې ته سترې ګټې لري.
هغه چې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پښتو څانګې د درېيم کال محصله ده، زياتوي چې په افغانستان کې د ناامنيو او بدبختيو ستر عامل پاکستان دى، خو که چېرې افغانستان په خپله خاوره کې د دې نلليکې د پلي کېدو په برخه کې خپلې کړنې ښه مديريت کړي، نو پاکستان به د دې پروژې د پلي کېدو لپاره تر يوه بريده له خپلو "شومو اهدافو" تېر شي؛ ځکه چې په دې پروژه کې پاکستان هم ګټې لري.
تسل وايي: "له بده مرغه زموږ په زرګونو تحصلکرده او بې تحصيله ځوانان بېکاره دي که چېرې د دغو کسانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي، خود بخوده د مخالفينو په ليکو کې د ځوانانو ونډه کمېږي."
د هرات ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکې سُميه ولي زاده وايي: "دا خو ډېر ښه کار دی، د دې پروژې له پرانيستل کېدو ډېره خوشاله يم، دا د افغانستان په تېرو ۱۴ کلونو کې ستره اقتصادي پروژه ده او د کار په پيلېدو سره به يې حکومت ډېر عوايد ترلاسه کړي. "
هغه زياتوي چې د دې اقتصادي پروژې په پلي کېدو سره به د څلورو واړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې شي او ورسره به په هغو سيمو کې هم امنيتي وضعيت ښه شي چې دغه نلليکه په کې تېريږي .
د ټاپي د ګاز لېږدولو ليکه چې په ټوله کې ١٧٠٠ کيلومترو ته رسېږي، د ترکمنستان له دولت اباد سيمې پيل او د هغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ واټن وروسته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولايتونو نه تر ٧٥٠ کيلومتره واټن وروسته پاکستان ته غځېږي او د پاکستان په خاوره کې له ٨٠٠ کيلومتره غځېدو وروسته د هندوستان په فاضيلکاى سيمه کې پاى مومي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن