لښکرګاه (پژواک، ۲٢ لیندۍ ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان د مارجې ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې او ويې ويل چې په دې برخه کې ځينو ګواښونو شتون درلود خو اوس یې له منځه وړي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نه ده نيولې ځيني ګواښونه په دې برخه کې موجود وو چې تېره ورځ حل شول.
سرجنګ وايي چې د يادې ولسوالۍ د لا ښه امنيت په موخه يې تازه دمي سرتېري ور استولي دي او نوې پوستې يې هم جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د ولسوالۍ او قوماندانۍ په ودانیو کې اوس هم پولیس شتون لري، ملي اردو هم په سیمه کې خپله دنده ترسره کوي.))
ده وويل چې د مارجې ولسوالۍ ته اوس خلک د ناوې ولسوالۍ له لارې تګ راتګ کوي خو د عمومي لارې د خلاصون په موخه يې عمليات پيل شوي دي.
د سرجنګ د معلوماتو له مخې، د پوليسو تر څنګ د ملي اردو پنځه سوه سرتېري د مارجې ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت بوخت دي.
د هلمند امنيه قوماندان وايي: ((په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا طالبانو ته ډېرې پیسې، وسلي او مهمات ورکړل شوي ، نو طالبان هڅې کوي څو پاکستان ته وښيي چې دوی یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.))
ده وويل چې د نشه يې توکو يو شمېر قاچاق وړونکي هم د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، تر څو د قاچاق لپاره يې زمينه برابره وي.
د سرجنګ د معلوماتو له مخې، په هلمند کې د امنيتي ځواکونو شمېر لس سلنه له طالبانو ډېر دى نو ډېر ژر به له لاسه وتلې سيمې بېرته تر کنټرول لاندې راولي.
ده وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون لري او د ستونزو لرې کولو لپاره يو ځاى کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړو پژواک ته ويلي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي شتون نه لري.
دغه راز سرجنګ وويل چې د دغه ولايت خانشين ولسوالۍ هم په ټوليزه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن