ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپي پروژه نن پرانیستل کېږي

د ټاپي پروژه نن پرانیستل کېږي

author avatar
13 Dec 2015 - 10:23
د ټاپي پروژه نن پرانیستل کېږي
author avatar
13 Dec 2015 - 10:23

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): ټاکل شوې چې نن له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نللیکي غځولو پروژې (ټاپي) کار په ترکمنستان کې پيل شي.

د دې مهمې اقتصادي پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران، د پاکستان لومړى وزير او يو هندي چارواکى ګډون کوي.

د ټاپي يا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږدولو پروژه د ١٣٨٩ لمريز کال په لېندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د هند د انرژۍ د وزير تر منځ لاسليک شوې ده.

د ټاپي د ګاز لېږدولو ليکه چې په ټوله کې ١٧٠٠ کيلومترو ته رسېږي، د ترکمنستان له دولت اباد سيمې پيل او د هغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ واټن وروسته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولايتونو نه تر ٧٥٠ کيلومتره واټن وروسته پاکستان ته غځېږي او د پاکستان په خاوره کې له ٨٠٠ کيلومتره غځېدو وروسته د هندوستان په فاضيلکاى سيمه کې پاى مومي.

د راپورونو له مخې، افغانستان کولى شي چې له دې لارې هر کال ميليونونه ډالر عايد ولري او د دې پروژې له لارې د ګاز پېر او پلور ولري.

په دې پروژه کې به  همدارنګه زرګونو افغانانو ته د کار زمينه مساعده شي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري دا پروژه مهمه وبلله او د جزئياتو له ورکړې پرته يې وويل چې پر دې پروژه شوې پانګونه څه باندې اووه ميليارده امريکايي ډالر کېږي چې د غړو  او تمويل کوونکو هېوادونو له خوا ورکول کېږي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژې له لارې افغانستان په لسو کلونو کې لومړى ٥٠٠ ميليون متره مکعب، په دويمه لسيزه کې ١٠٠٠ ميليون متره مکعب او په دريمه لسيزه کې ۱،۵ ميليارد متر مکعب ګاز پېرلى شي.

د چارو کارپوهان د ټاپي پروژه يو له مهمو اقتصادي پروژو بولي او بارو لري چې دا پروژه به د افغانستان پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.