کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د ډ يورنډ پولې پورې غاړه د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې د يوې چاودنې له امله ١٥ تنه وژل شوي او تر ٥٠ نور ډېر ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ليندۍ په ٢٢مه خبر ورکړى چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د پاړه چنار عيدګاه بازار کې دننه شوې ده.
راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې ١٥ تنه وژل شوي او تر ٥٠ نور ډېر ټپيان دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ځايي چارواکو ويلي چې د ټپيانو له ډلې د لسو تنو روغتيايي حالت خراب دى او کېداى شي د مړو شمېر زيات شي.
دوى زياته کړې چې تر چاودنې وروسته امنيتي مسوولينو سيمه کلابنده کړې، مړي او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي.
تر اوسه د دې چاودنۍ مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ تر عملياتو وروسته دا لومړۍ لويه پېښه ده چې په دې سيمه کې رامنځته کېږي.
د پاکستان پوځ پرون ويلي وو چې په شمالي وزيرستان او شاوخوا نورو قبايلي سيمو کې د ضرب غضب په نوم ترسره شوو عملياتو کې يې تر څه کم څلور زره وسله وال وژلي، دغه راز ويلي وو چې په دې جګړو کې شاوخوا څلور سوه سرتېري هم وژل شوي دي.
د افغانستان حکومت وايي چې په يادو سيمو کې د عملياتو له امله ترهګر افغانستان ته اوښتي دي او دلته يې ورانکارۍ پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن