د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چين د افغان سولې لپاره له پاکستان سره د ژمنو په عملي کولو کې همکاري کوي

چين د افغان سولې لپاره له پاکستان سره د ژمنو په عملي کولو کې همکاري کوي

Dec 13, 2015 - 14:32

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): په کابل کې د چين سفير وايي، هېواد يې ژمن دی چې د څلور اړخيزو مذاکراتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې له هغه هېواد سره همکاري وکړي.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چين سفير ياو جينګ دغه څرګندونې نن د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر سره د چين د بهرنيو چارو وزير د ليدنې او د افغانستان، چين، امريکا او پاکستان د څلور اړخيزو خبرو اترو د پرېکړو پر تطبيق خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د چين سفير د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه،  هېواد يې ژمن دى چې د څلور اړخيزو خبرو اترو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې له هغه هېواد سره همکاري وکړي.

دغه څلور اړخيزه غونډه تېره اونۍ په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې
جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان د سولې پروسه بيا پيلېږي، دغه راز پاکستان ژمنه کړې وه چې د  هغو وسله والو ډلو پر ضد به عملي اقدامات کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره نه يو ځاى کېږي.

د ملي امنيت سلاکار د دې ليدنې پر مهال هيله څرګنده کړې چې د سولې لپاره د څلور اړخيزو مذاکراتو د اړوندو طرفونو د همکارۍ ژمنې به په پوره صداقت پلې شي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې د سولې ټينګښت د ټولې سيمې په ګټه دی او د افغانستان بې ثباتي د ټولې سيمې امنيت اغېزمنولى شي.

د چين سفير په داسې حال کې د ملي امنيت له سلاکار سره ليدلي چې ټاکل شوې نن تر ماښام وروسته اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د وزيرانو د ١١ کسيزې ډلې په ملتيا د شانګهاى سازمان په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه چين ته ولاړ شي. 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement