ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تګاب او اله ساى اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو شکايت کوي

د تګاب او اله ساى اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو شکايت کوي

author avatar
14 Dec 2015 - 12:40
د تګاب او اله ساى اوسېدونکي له روغتيايي ستونزو شکايت کوي
author avatar
14 Dec 2015 - 12:40

محمودراقي (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): د کاپيسا ولايت د نا امنو ولسواليو تګاب او اله ساى اوسېدونکي وايي چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې له روغتيايي ستونزو سره مخ دي او ګيله کوي چې حکومت يې په سيمو کې کوم اساسي روغتيايي مرکز نه دى جوړ کړى.

دوى وايي چې ډېرى مهال خپل جدي ناروغان د هېواد پلازمېنې کابل او يا  هم ننګرهار ولايت ته لېږدوي.

د اله سای ولسوالۍ د  علاقه دارۍ سيمې يوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ د لرو پرتو غرنيزو سيمو او درو اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه زياتوي، سره له دې چې فرعي کلينيکونه شته، خو د دغو کلينيکونو کارکوونکو د سختو ناروغانو درملنه نه شي کولى او دوى ته مشورې ورکوي چې کابل ته يې ولېږدوي.

دى وايي: ((مهمه ستونزه د ښځو ده، د ولادتونو پر مهال په کلينيکونو کې اسانتياوې نشته او خلک اړ دي چې مېرمنې د ولايت مرکز او يا هم کابل ته ولېږدوي چې ډېرى مهال د مېرمنو د مړينې لامل کېږي.))

د دې ولسوالۍ د  اسکين د سيمې يو  اوسېدونکى شامحمود وايي چې د تګاب او اله ساى تر منځ سيمه کې بايد يو لوى روغتون جوړ شي، تر څو د دواړو ولسواليو اوسېدونکو ته يې ګټه ورسېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ځينو سيمو کې کلينيکونه جوړ شوي، خو دا د خلکو روغتيايي ستونزې ځکه نه شي هوارولى چې کافي امکانات نه لري.

ده زياته کړه چې په تګاب او اله ساى ولسواليو کې امنيتي پېښې ډېرې وي او په دغو کلينيکونو کې د ټپيانو درملنه ناشونې ده.

هغه وايي: ((د اله سای په ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې جګړې روانې دي، د دولتي ځواکونو درملنه خو په نظامي روغتونونو کې کېږي، هغوى نور امکانات هم نه لري، خو ملکي وګړي چې د دې جګړو ډېر قربانيان دي، د درملنې امکانات نه لري.))

د شاه محمود په وينا، د امکاناتو د نشتوالي له امله خلک اړ دي چې د خپلو ټپيانو درملنه په کورونو کې وکړي چې له امله يې ټپونه خراب او د ټپي پر مرګ تمامه شي.

بلخوا د تګاب ولسوالۍ د شکوټ سيمې يوه اوسېدونکي سيد مير پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې تل جګړې وي او قربانيان يې هم ملکي وګړي وي، خو دوى په خپله ولسوالۍ کې د ټپيانو د درملنې امکانات نه لري.

هغه زياتوي چې ډېرى مهال دوى خپل ټپيان او ناروغان جلال اباد، کابل او يا هم پنجشېر ولايت ته لېږدوي چې په لاره کې له ستونزو سره مخ کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.