ښرنه(پژواک،٢٣ليندۍ٩٤): د پکتيکا والي وايي چې په تېرو شپږ مياشتو کې څه باندې شپږ سوه طالبان، ٧٠ امنيتي سرتېري او ٥٥ ملکي وکړي په دې ولايت کې وژل شوي دي.
د پکتيکا والي امين الله شارق د ليندۍ په٢٣د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې په دې ولايت کې ٦٤٣طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې په همدې موده کې ٧٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: (( زموږ امنيتي سرتېري د ماينونو، غلچکي بريدونو او کورته درخصت پرمهال وژل شوي دي.))
ده وويل چې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله ٥٥ عام وګړي وژل شوي او ١٢٢ نور ټپيان دي.
والي دا هم وويل چې يو شمېر کسان د پکتيکا له عدلي او قضايي ارګانونو څخه تنخواوې ترلاسه کوي خو تر اوسه يې دغه ولايت ليدلى هم نه دى.
هغه زياته کړه : (( ما د دې کسانو د مخنيوي په برخه کې هلې ځلې پيل کړې دي.))
ده وويل چې يو شمېر هغو دولتي کارکوونکو ته به سزا ورکړل شي چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړى دى.
دغه راز والي دا هم وويل چې سږ کال د تېرکال په پرتله د پکتيکا د عوايدو کچه ٢١سلنه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن