ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناامني او زورواکي په بدخشان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت خنډ دي

ناامني او زورواکي په بدخشان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت خنډ دي

author avatar
14 Dec 2015 - 09:46
ناامني او زورواکي په بدخشان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د ثبت خنډ دي
author avatar
14 Dec 2015 - 09:46

فيض اباد (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): د بشري حقونو ساحوي کمېسيون په بدخشان کې د تاوتريخوالو په ځانګړي ډول د وسله والو مخالفينو له خوا د ښځو وژنې د قضيو په اړه اندېښنه څرګندوي او نا امني يو له هغو عمده لاملونو بولي چې د تاوتريخوالي د کره شمېرو د ثبت مخنيوى کوي.

دې کمېسيون سږ کال د تاوتريخوالي ٢٩ موارد ثبت کړي چې په کې د بېلېدو غوښتلو اووه، د نفقې د نه ورکړې شپږ، د خاوند او د خاوند کورنۍ له خوا د تاوتريخوالي ١٣، د کوژدې فسخ کولو يو، د زور واده يو او همدارنګه د طلاق يو مورد شامل دي.

د کمېسيون شمېرې څرګندوي چې تېر کال د ښځو سره د تاوتريخوالي ٣٧ موارد موجود وو چې ٢٠ يې د کورني تاوتريخوالي او پاتې يې وهل ډبول او د نفقې د نه ورکولو قضيې وې.

په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې عارفه نويد وايي چې دې شمېرو ته په پام سره د تاوتريخوالي کچه ښکته ده، خو داسې نه ده، بلکې په روان کال کې د جګړو او نا امنيو سختوالى د دې سبب شوى چې دوى په نا امنو کې د تاوتريخوالو قضيې په کره توګه ثبت نه شي کړلى.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د وردوج، کران ومنجان، يمکان او جرم او ځينو لرې پرتو ولسواليو لکه راغستان، کوهستان، ياوان او دروازه ها ښځې نه دي توانېدلې چې خپله ستونزه له کميسيون سره شريکه کړي، شايد ددې وضعيت په سبب د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې درې ښځې د وسله والو مخالفينو او يوه ښځه د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوې ده.

د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشرې ددې وژنو پخلى کوي، خو وايي:((موږ نا امنو سيمو ته لاس رسى نه لرو، څو دا وژنې مستندې کړو، خو هر ډول تاوتريخوالى غندو او د عاملانو د نيولو او مجازات غوښتنه يې کوو.))

د امنيتي چارواکو په حواله د پژواک د راپورونو له مخې، په شهدا او وردج ولسواليو کې درې ښځې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې دي.

وسله والو مخالفينو د لړم مياشتې په لومړيو کې د شپې له خوا د وردوج ولسوالۍ په محله کلي کې د ٣٨ کلنې مسلمې په کور بريد وکړ او نوموړې يې ووژله.

شل کلنه مريم چې د مور د ژغورنې لپاره يې پر هغې ځان اچولى، څو ويې ژغوري، خو څو مرمۍ لګېدلې ده.

مور او لور ميندوارې وې، د مريم په ګېده کې ماشوم د بدخشان ولايتي روغتون کې بستر او سالم دى، خو د مريم د مور په ګېډه کې ماشوم له منځه تللى دى.

د پوليسو په خبره، مسلمه ځکه د طالبانو له خوا ووژل شوه چې خاوند يې سيمه ييز پوليس و. طالبانو ورته ګواښ کړى و چې پوليس پرېږدي او کور ته را ستون شي، خو هغه يې خبره نه وه منلې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.