ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال وژل شوي

کندوز کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Dec 2015 - 12:37
کندوز کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Dec 2015 - 12:37

کندوز (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): د ملي اردو د کومانډو د ځانګړې قطعې په عملياتو کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال مخالفين وژل شوي، ١١ ټپیان شوي او د يوه ټانک او دوو رينجرو په ګډون شپږ موټر ويجاړ شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي چې دغه عمليات تېره شپه دوه بجې د پامير ٢٠ فرقې د کومانډو ځانګړې قطعې له خوا په شمال ختيځ حوزه کې د کندوز ښار ته څېرمه په کنم سيمه کې ترسره شوي دي.

د ٢٠ مې فرقې قوماندان جنرال محى الدين غوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وژل شوو کسانو کې ٢٧ وسله وال مخالفين او د امير، عصمت الله، ذبيح الله، سردار مير او نورمحمد په نومونو پنځه قوماندانان شامل دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١١ وسله وال مخالفين ژوبل شوي، ١٠ کلاشينکوفونه، يوه اندازه پوځي وسايل او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

غوري وايي چې دغه عمليات د چورلکو  او امنيتي ځواکونو د ښکته کولو په ملاتړ په مشخصو ساحو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو يو ټانک، دوه رينجر موټر، يو هايلکس موټر، يو سراچه او يو امبولانس ويجاړ شوي، خو امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو ته څه زيان نه دى رسېدلى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ښار د سقوط په اړه د حقيقت موندونکي کمېسيون موندنې څرګندوي چې طالبانو شاوخوا زر ميله بېلابېلې وسلې، ٣٧ زرې او غير زرې موټر د روان کال د تلې په مياشت کې د کندوز ښار د نيولو په ترڅ کې په دريو ورځو کې له ځان سره وړي، خو د کورنيو چارو وزارت دا څرګندونې له مبالغې ډکې بللې دي.

د کندوز يو مدني فعال عراف مُبشر وايي چې د کندوز پر ښار د طالبانو د دويم ځلي بريد جدي اندېښنه شته او دا اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.

هغه وويل چې اوس اوس يې د کندوز ښار د شاوخوا سيمو خلکو نه پر کندوز د طالبانو د بريد خبر ترلاسه کړى او که چېرې دغه بهير دوام پيدا کړي او د طالبانو پر وړاندې عمليات ونه شي، خلک به يو ځل بيا د کندوز د لاسه وتلو شاهدان وي.

مُبشر ادعا وکړه چې اوسمهال طالبان کندوز ښار ته څېرمو سيمو لکه حضرت سلطان، بوزتيموي، کنم او چق قشلاق کې فعاليت لري او بايد د ځپلو لپاره يې جدي اقدام وشي.

خو د پامير ٢٠ فرقې قوماندان وايي چې ډېر ژر به د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې عمليات ترسره شي.

هغه وويل چې اوسمهال د ملي اردو عمليات د هوايي ځواک پر ملتيا د حضرت سلطان په سيمو کې پيل شوي او د دې سيمو تر بشپړ چاڼ پورې به دوام ولري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.