کابل ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٤ ) : لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د مدني ټولنو غړو د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ هغه پېښه په کلکه وغندله، چې په ترڅ کې يې د پنځو ماشومانو په ګډون ٨ تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار مسوولينو پرون خبر ورکړى و، چې د بهسودو ولسوالۍ له يوه کور څخه اته مړي پيدا شوي چې لومړى مسموم او بيا پر ډزو سره وژل شوي دي.
دوى ويلي وو، چې په وژل شوو کسانو کې د دوو مياشتو له ماشوم څخه نيولې تر پنځو کلونو پورې پنځه ماشومان، د دوى مور او پلار او نيا شامل وو.
د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د بهسودو ياده خونړۍ پېښه په کلکه غندلې ده. د هغه ددفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا پېښه د ټولو انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل ګڼل شوى دى.
عبدالله ويلي، د افغانستان دښمنانو يو ځل بيا وښوده چې په افغان وژنه او انسان وژنه کې هېڅ ډول حد نه پېژني، بلکې د جنايت په ترسره کولو کې له هر فرصت نه ګټه اخلي.
اجرائيه رييس ټولو امنيتي ځواکونو او د ننګرهار ولايت مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې ددغې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم ياده پېښه په کلکه غندلې او زياته کړې يې ده چې ولسمشر د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د دې پېښې عاملان پيدا او د قانون منګولوته يې وسپاري.
دغه راز د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان هم د بهسودو پر پېښې خواشيني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه زياته کړې، د دې ډول پېښو عاملين غواړي چې په دغسې له اسلاميت او انسانيت څخه لرې کړنو سره د افغانانو په منځ کې وېره رامنځته کړي.
نوموړي هم د سيمې اړوندو امنيتي مسوولينو ته لارښوونه کړې ، ترڅو د يادې پېښې عاملين په نښه او عدلي اوقضايي ارګانونوته وسپاري.
د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي هم ياده پېښه غندلې د ننګرهار او پکتيا اړوندو مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې دا قضيه جدي وڅېړي .
د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد غړی او د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد هم د بهسودو پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې ده، چې ددغې پيښې عاملین باید اشد مجازات شی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن