ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي بغلان کې  چاودنې  شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

مرکزي بغلان کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
15 Dec 2015 - 17:45
مرکزي بغلان کې  چاودنې  شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
15 Dec 2015 - 17:45

پلخمري (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٤): د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله درې ښځې وژل شوې او د يوه ماشوم په ګډون دوه نجونې ټپيانې شوې دي.

د بغلان ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شا وخوا دوه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې څو ښځو او نجونو د هاوان مرمۍ د خلاصولو هڅه وکړه.

 هغه زياته کړه، چې د مرمۍ د چاودنې له امله درې ښځو ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز د يوې کورنۍ يو هلک او دوه نجونې پکې ټپيانې شوې دي.

 هغه زياته کړه، چې دغه چاودنه د مرکزي بغلان په ملاخېل کلي کې چې د طالبانو ته کنټرول لاندې سيمه ده، رامنځته شوې او دغه مرمۍ د ټپي شوي ماشوم له لوري کور ته لېږدول شوې وه.

 د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ برخې مسوول ډاکټر خليل نرمګوى وويل، چې درې مړې ښځې او دغه راز درې نور کسان په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوې دي.

 نرمګوى وويل، چې په ټپيانو کې يو دوولس کلن هلک او دوه ١٤ او ١٨ کلنې نجونې شاملې دي او د دوه نجونو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 د ويلو ده، چې شا وخوا دوه اوونۍ وړاندې د بغلان مرکز پلخمري ښار د (غروشاخ) په سيمه کې هم د مرمۍ د چاودنې له امله دريو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز ١٥ نور ټپيان شوي و.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.