ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميان د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ يواځينى ښار دى چې د “خلاق ښار” لقب يې ګټلى

باميان د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ يواځينى ښار دى چې د “خلاق ښار” لقب يې ګټلى

author avatar
16 Dec 2015 - 10:35
باميان د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ يواځينى ښار دى چې د “خلاق ښار” لقب يې ګټلى
author avatar
16 Dec 2015 - 10:35

باميان (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): "باميان ځکه د نړۍ د خلاقو ښارونو لقب ګټلى چې له نړيوال ليدلوري اهميت لري او دا ليدلورى کولى شي چې د دغه ولايت د ګرځندوى صنعت او لاسي صنايعو له ودې سره مرسته وکړي."

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور مشر کبير دادرس د دغه ټکي په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې باميان د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړيو کې د نړۍ د خلاقو ښارونو لپاره نوماند شوى و چې له نېکه مرغه اوسمهال د دغو ښارونو د غړي په توګه ثبت شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې باميان ولايت اوس اوس د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان(يونسکو) له خوا د نړۍ د خلاقو ښارونو شبکې د غړي په توګه منل شوى، لرغوني اثار، لاسي صنايع او بومي فرهنګ هغه معيارونه ده چې باميانو يې په لرلو سره دا غړيتوب تر لاسه کړى دى.

د يونسکو ادارې له خوا په ٣٣ هېوادونو کې  ١١٦ ښارونه د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه نوماند شوي وو چې له دې ډلې د باميانو په ګډون ٤٧ ښارونه د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه منل شوي دي.

يونسکو وايي چې باميان د منځنۍ اسيا و منځني ختيځ يواځېنى ښار دى چې دا نوم يې ترلاسه کړى دى.

په باميانو کې د بودا دوې نړېدلې مجسمې، غلغله او ضحاک ښارونه او د بوديزم د مهال درې زره سمڅې(٢-٥ميلادي پېړۍ) د يونسکو په لېست کې شاملي دي او د افغانستان لومړۍ ملي پارک بند امير هم ددې ولايت له لرغونو ځايونو ګڼل کېږي.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وويل چې ځيني مهم کارونه لکه د نندارتونونو او جشنونو جوړول، د دې سبب شول چې باميان نړۍ ته د ممتاز ښار په توګه ور پېژندل شي.

هغه زياته کړه ، له نېکه مرغه چې باميان اوسمهال د سارک د فرهنګي پلازمينې په توګه غوره شوى او تر څنګ يې د نړۍ د خلاقو ښارونو په لړليک کې هم راغلى دى.

باميان خپلو تاريخ ابدو او لرغونو سيمو ته په پام سره، د روان کال د غبرګولي په ١٥مه نېټه د سويلي اسيا د همکاريو سازمان(سارک) د کلتوري پلازمينې په توګه ونومول شو او د روان کال په وږې مياشت کې ددې ولايت په مرکز کې د سارک فرهنګي کمپ او د( ورېښمولار) جشن جوړ شو چې په کې د بهرنيو مېلمنو او حکومتي چارواکو په ګډون څه باندې زرو کسانو ګډون کړى و.

له بلې خوا د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش د اړيکو دفتر هم د خلاق ښار په توګه د باميانو ثبت د باميانو او افغانستان لپاره وياړ بللى او خلکو ته يې مبارکي ورکړې ده.

دغه دفتر د باميانو د خلکو فرهنګي وده او له سولې سره مينه ستايلې او ويلي يې دي چې همدا فرهنګي او تاريخي موضوعات و چې نن يې باميان د يونسکو په ليست کې د نړۍ د خلاق ښار په توګه ثبت کړى دى.

د مرکزي سيمو يو فرهنګي فعال اسدالله قيام وايي، دا چې باميان د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه ثبت شوى، يو ښه خبر دى او مهمه ده چې د هېواد ټول خلک هڅه وکړي چې ښارونه يې بېلګې وګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.