ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه ملکي وګړي تر څنګ درې وسله وال وژل شوي

غزني کې د یوه ملکي وګړي تر څنګ درې وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Dec 2015 - 15:51
غزني کې د یوه ملکي وګړي تر څنګ درې وسله وال وژل شوي
author avatar
16 Dec 2015 - 15:51

غزني ښار (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د غزني ولايت په دوو ولسواليو کې د يو قوماندان په ګډون درې طالبان او يو ملکي وګړی وژل شوي دي.

په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند بريد مل نورمحمد د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مقر ولسوالۍ د بالو کلا په سيمه کې هوايې بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې د يو وسله وال طالب قوماندان په ګډون دری طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه دری تنه په موټرسايکلو سپاره وو او غوښتل یې چې پر امنيتي پوستې بريد وکړي خو د بهرنيو د هوايي بريدونو له امله و وژل شول.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د غزني ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې يو عام کس وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

هغه وويل: ((تېره ورځ دلته د جنازې مراسم وو، يو چا په جنازه کې خبرې کولې چې د ملي اردو او پوليسو مرګ روا دى نو په دې کې يو کس منډه کړه چې د ملي اردو له عسکرو سلاح واخلي خو د ملي اردو عسکرو پرې ډزې وکړې چې يو کس و وژل شو او دوه نور تپيان شول.))

خو د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند په دې اړه ناخبري وښوده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېرو په ده يک ولسوالۍ کې يو عام کس وژلى او دوه نور يې تپيان کړي دي.

هغه وايي چې وژل شوې ملامحمدشاه خان او ټپيان محمد شريف او محمد نبي نوميږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.