د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميان د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ يواځينى ښار دى چې د "خلاق ښار" لقب يې ګټلى

باميان د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ يواځينى ښار دى چې د "خلاق ښار" لقب يې ګټلى

Dec 16, 2015 - 10:35

باميان (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٤): "باميان ځکه د نړۍ د خلاقو ښارونو لقب ګټلى چې له نړيوال ليدلوري اهميت لري او دا ليدلورى کولى شي چې د دغه ولايت د ګرځندوى صنعت او لاسي صنايعو له ودې سره مرسته وکړي."

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور مشر کبير دادرس د دغه ټکي په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې باميان د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړيو کې د نړۍ د خلاقو ښارونو لپاره نوماند شوى و چې له نېکه مرغه اوسمهال د دغو ښارونو د غړي په توګه ثبت شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې باميان ولايت اوس اوس د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان(يونسکو) له خوا د نړۍ د خلاقو ښارونو شبکې د غړي په توګه منل شوى، لرغوني اثار، لاسي صنايع او بومي فرهنګ هغه معيارونه ده چې باميانو يې په لرلو سره دا غړيتوب تر لاسه کړى دى.

د يونسکو ادارې له خوا په ٣٣ هېوادونو کې  ١١٦ ښارونه د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه نوماند شوي وو چې له دې ډلې د باميانو په ګډون ٤٧ ښارونه د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه منل شوي دي.

يونسکو وايي چې باميان د منځنۍ اسيا و منځني ختيځ يواځېنى ښار دى چې دا نوم يې ترلاسه کړى دى.

په باميانو کې د بودا دوې نړېدلې مجسمې، غلغله او ضحاک ښارونه او د بوديزم د مهال درې زره سمڅې(٢-٥ميلادي پېړۍ) د يونسکو په لېست کې شاملي دي او د افغانستان لومړۍ ملي پارک بند امير هم ددې ولايت له لرغونو ځايونو ګڼل کېږي.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وويل چې ځيني مهم کارونه لکه د نندارتونونو او جشنونو جوړول، د دې سبب شول چې باميان نړۍ ته د ممتاز ښار په توګه ور پېژندل شي.

هغه زياته کړه ، له نېکه مرغه چې باميان اوسمهال د سارک د فرهنګي پلازمينې په توګه غوره شوى او تر څنګ يې د نړۍ د خلاقو ښارونو په لړليک کې هم راغلى دى.

باميان خپلو تاريخ ابدو او لرغونو سيمو ته په پام سره، د روان کال د غبرګولي په ١٥مه نېټه د سويلي اسيا د همکاريو سازمان(سارک) د کلتوري پلازمينې په توګه ونومول شو او د روان کال په وږې مياشت کې ددې ولايت په مرکز کې د سارک فرهنګي کمپ او د( ورېښمولار) جشن جوړ شو چې په کې د بهرنيو مېلمنو او حکومتي چارواکو په ګډون څه باندې زرو کسانو ګډون کړى و.

له بلې خوا د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش د اړيکو دفتر هم د خلاق ښار په توګه د باميانو ثبت د باميانو او افغانستان لپاره وياړ بللى او خلکو ته يې مبارکي ورکړې ده.

دغه دفتر د باميانو د خلکو فرهنګي وده او له سولې سره مينه ستايلې او ويلي يې دي چې همدا فرهنګي او تاريخي موضوعات و چې نن يې باميان د يونسکو په ليست کې د نړۍ د خلاق ښار په توګه ثبت کړى دى.

د مرکزي سيمو يو فرهنګي فعال اسدالله قيام وايي، دا چې باميان د نړۍ د خلاقو ښارونو په توګه ثبت شوى، يو ښه خبر دى او مهمه ده چې د هېواد ټول خلک هڅه وکړي چې ښارونه يې بېلګې وګرځي.

هغه پژواک ته وويل: ((دا تاريخي پېښه د باميانو د خلکو له کوښښ او زحمت پرته نه ده تر لاسه شوې، دې خلکو له هره اړخه سولې ته اهميت ورکړى، خپلو لاسي صنايعو او تاريخي رسمونو ته يې درناوى کړى، څو بالاخره باميان هم د سارک او يونسکو سازمان په ليست کې شامل شي.))

د باميانو يوه مخور محمد طاهر محسني وويل، خوښ دى چې باميان د نړۍ د خلاقو ښارونو په ډله کې ثبت شوى، خو له بده مرغه چې افغانستان نه شي کولى له دا ډول پېښو نه مطلوبه ګټه واخلي.

محسني زياته کړه چې د حکومت د کمزورۍ په سبب باميان تش په نوم د سارک غړى او يا د نړۍ خلاق ښار دى، خو ګټه ورنه نه ده اخيستل شوې.

هغه زياته کړه که چېرته دولت د افغانستان په ځانګړي ډول د باميانو  د غوره او ښې معرفي لپاره کار کوي، بايد په باميانو کې يو نړيوال کنفرانس جوړ کړي او ګڼ هېوادونو ته را وبولي.

محسني څرګنده کړه چې اوسنى رامنځته شوى چانس يو ښه فرصت دى چې د افغانستان فرهنګ نړيوالو ته ور وپېژندل شي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement