ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال کمپبل: داعش په ننګرهار کې د سيمې په کچه ځان ته مرکز جوړوي

جنرال کمپبل: داعش په ننګرهار کې د سيمې په کچه ځان ته مرکز جوړوي

author avatar
16 Dec 2015 - 12:12
جنرال کمپبل: داعش په ننګرهار کې د سيمې په کچه ځان ته مرکز جوړوي
author avatar
16 Dec 2015 - 12:12

کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمپبل وايي چې د داعش وسله واله ډله هڅه کوي چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د سيمې په کچه ځان ته مرکز جوړ کړي.

جنرال جان کمپبل له امريکايي اژانس (اى پي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې  له عراق او سوريې وروسته ګڼ شمېر بهرني وسله وال د افغانستان په ختيځ کې له داعش ډلې سره يو ځاى شوي دي.

د هغه په وينا، داسې شواهد ترلاسه شوي چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې غړي او پلويان په سوريه او عراق کې د دې ډلې له مشرانو سره د اړيکو ټينګولو په هڅو کې دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې په افغانستان کې د دې ډلې وسله وال اصلاً پخواني افغان او پاکستاني طالبان دي.

جنرال کمپبل ويلي، افغان چارواکو هم منلې چې د داعش نومي ډله د ننګرهار په يو شمېر سرحدي سيمو او دغه راز د زابل او غزني په ګډون په ځينو سوېلي ولايتونو کې فعاله ده.

د هغه په وينا، د دې ډلې د وسله والو شمېر معلوم نه دی، خو زياتوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې اړوند کسان غواړي په سوريه او عراق کې هم ملاتړ ومومي.

د ناټو قوماندان ويلي، په افغانستان کې د دې ډلې وسله وال تر اوسه پر امريکا يا اروپا د بريد کولو وړتيا نه لري، خو وايي هوډ لري چې داسې وکړي او دغه خبره دوی په ښکاره توګه کړې ده.

د هغه په وينا، داعش ډله غواړي  چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار پر خپل سيمه ييز مرکز بدل کړي او له همدې ځايه بيا تر نورو سيمو پورې وغځېږي.

جنرال کمپبل ويلي، دا بده خبره نه ده چې په ځينو سيمو کې طالب او داعش وسله وال په خپلو منځو کې سره جنګېږي.

د يادونې ده، د افغانستان حکومت هم  د داعش وسله واله ډله د  امنيت لپاره يوه ننګونه بولي، خو زياتوي چې افغان ملي امنيتي ځواکونه د دوى د ځپلو وړتيا لري.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پژواک ته وويل چې داعش هغه ترهګريزه ډله ده چې د هېڅ ملت ملي حاکميت نه مني او زياتوي چې د دې ډلې پر وړاندې بايد د سيمې ټول هېوادونه متحد او په ګټه مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه: ((داعش هغه پديده ده چې له بهره پر افغانانو تحميل شوې او موږ د ټولې سيمې په نيابت ورسره جګړه کوو، موږ په هلمند، فراه  او ننګرهار کې د داعش ډله او د هغې کليدي کسان وځپل او دا جنګ لا هم د هغوی پر وړاندې رون دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.