ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور مرستيال والي او درې نور چارواکي ممنوع الخروج اعلان شول

author avatar
16 Dec 2015 - 13:18
author avatar
16 Dec 2015 - 13:18

فيروزکوه (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د غور د مرستيال والي په ګډون څلور کسان چې په ودانيزو پروژو کې د درغليو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي وو، اوس ممنوع الخروج اعلان شول.

د غور والي سيما جوينده تېره اوونۍ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د ولايت مرستيال محمد امين توخي، د ولايت مالي او اداري مشر محمد پيمان، د ولايت مستوقي محمد يوسف دانيار او د امنيه قوماندانۍ د تدارکاتو مديرتاج محمد د امنيه قوماندانۍ د پنځو ساختماني پروژو په تړاو ددې ولايت څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

هغې ويلي وو چې دوى د امنيې قوماندانۍ اړوندې پنځه پروژې د ١١٧ ميليونو افغانيو په لګښت د قانون خلاف شرکتونو ته په لوړه بيه ورکړې او پيسې يې خپلو جېبونو ته اچولې دي.

اوس څلور کسه د هغه مکتوب پر بنسټ چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

کوم مکتوب چې د ولايت له خوا د امنيې قوماندانۍ په نوم استول شوى، لارښوونه شوې چې توخي پيمان، دانيار او تاج محمد د امنيې قوماندانۍ د پنځو پروژو د قضيو په تړاو تر څېړنه لاندې دي او چارواکي دې خپلو اړوندو ادارو ته په ليکلي ډول لارښوونه وکړي چې دا کسان د څېړنو تر پايه او اړوندو مراجعو ته د دوسيو تر استولو نه شي کولى چې له دغه ولايت نه ووځي.

د دغه مکتوب په پاى کې د غور والي سيما جوينده لاسليک کړى دى.

د استيناف څارنوالۍ له لوري په يوه بل مکتوب کې هم د غور والي دفتر ته ليکل شوي چې دا څلور کسان د امنيې قوماندانۍ د پنځو پروژو په تړاو تر څېړنه لاندې دي او نه شي کولى چې له غور نه ووځي.

خو د غور ولايت مستوفي د پروژو په اداري فساد کې خپله ښکېلتيا په کلکه رد کړه او پژواک ته يې وويل، حاضر دى چې د قانون سره سم څارنوالۍ ته ځواب ووايي.

دانيار زياته کړه: ((غوښتل مې چې نن د ځينو کارونو د تر سره کولو لپاره کابل ته لاړم، خو مکتوب را ورسېد چې له غور نه شم وتلى.))

دغور والي د تېرې اوونۍ په خبري غونډه کې ويلي وو: ((غوښتل مې له فساد سره مبارزه له خپل دفتر نه پيل کړم او نور ياستونه هم چې د پروژو په درغليو کې ښکېل دي، تر قانوني تعقيب لاندې ونيسم.))

هغې زياته کړې چې د امنيې قوماندانۍ د بيارغونې په پنځو پروژو کې اسناد لري.

د يادونې ده، د ولايتي ستراتيژيک پلان جوړونې ډلې له خوا په ١٣٩٣لمريز کال کې يوه تر سره شوې سروې څرګندوي چې په دې ولايت کې کليدي بنسټونه په لومړۍ درجه فساد کې ښکېل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.