ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جګړو د هلمند خلکو ته د روغتيايي خدماتو مخه نیولې

جګړو د هلمند خلکو ته د روغتيايي خدماتو مخه نیولې

author avatar
17 Dec 2015 - 10:49
جګړو د هلمند خلکو ته د روغتيايي خدماتو مخه نیولې
author avatar
17 Dec 2015 - 10:49

لښکرګاه (پژواک، ۲٦ لېندۍ ۹۴): په هلمند ولايت کې روغتيايي چارواکي وايي چې د خلکو د درملنې په موخه کافي امکانات په واک کې لري خو نا امنيو يې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریيس عنایت الله غفاري د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د ولسواليو ٧٥ سلنه اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

ده وويل چې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې ٨٥ روغتيايي مرکزونه لري چې له دې شمېرې څخه ٢٥ سلنه يې ودانۍ نه لري.

د غفاري د معلوماتو له مخې، د يادو روغتيايي مرکزونو له ډلې شپږ د ايمرجنسي روغتونونه، ١١ سب روغتيايي مرکزونه او اته ګرځنډه روغتيايي ډلې په کرايې کورونو کې خپلې چارې پر مخ وړي.

هغه زياته کړه: ((هر کال موږ د دوو ميليونو په شاوخوا کې د بېلابېل ډول ناروغانو درملنه کوو.))

غفاري وايي چې د ایمرجنسي روغتونونه پر مرکز لښکرګاه سربېره په شپږو ولسوالیو، سنګین، موسی کلا، ګرشک، مارجه، ګرمسېر او نوزاد کې د جګړې د قربانیانو درملنه هم کوي.

خو ده وويل چې له ټولو امکاناتو سره سره بيا هم د ناامنې له امله دوى نه شي کولاى پر وخت د ناروغانو درملنه وکړي.

هغه زياتوي: ((د امنیت نشتوالی داسې نه دى چې کومه ډله دې زموږ د کارونو مخه په قصدي توګه ونيسي، خو موږ نه شو کولاى چې پر وخت در مل ورسوو، د اړتیا پر مهال ودانیزي چارې په نا امنه سیمو کې ترسره کړو او بله لویه ستونزه مو دا ده چې ښځينه پرسونل زړه نه ښه کوي چې ناامنو سیمو ته ولاړې شي او هلته دندې ترسره کړي.))

غفاري وايي چې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې ٣١٧ روغتيايي پرسونل لري چې ٣٥ يې ښځینه دي.

ده وويل چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې د بې پولې او ايمرجنسي ډاکترانو تر څنګ د ځينو نورو نړيوالو موسسو ډاکتران هم ورسره مرستې کوي.

غفاري وايي چې په دغه ولايت کې د روانو جګړو له امله دوى نه شي په نا امنو سيمو کې ماشومانو ته واکسين ورکړي.

خو هغه ونه ويل چې څومره ماشومان د واکسين له کمپاينه پاتې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.