ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه شوه

د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه شوه

author avatar
18 Dec 2015 - 15:44
د افغانستان د حراست او ثبات شورا جوړه شوه
author avatar
18 Dec 2015 - 15:44

کابل(پژواک،٢٧ لیندۍ ٩٤): ځينې جهادي څېرو، د ملي شورا غړيو او پخوانيو دولتي چارواکو، د امنيت او ثبات د ټينګښت او له شته ستونزو سره د مبارزې په موخه د "حراست او ثبات" په نوم شورا جوړه کړه.

د دې شورا لومړۍ غونډه نن د سلګونو تنو په ګډون په کابل کې جوړه شوه.

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سياف، د اقتصاد پخوانى وزير او د حزب اسلامي افغانستان مشر عبدالهادي ارغنديوال، د افغانستان نوين ګوند مشر او د ولسمشر پخوانى مرستيال محمديونس قانوني،د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشرفضل هادی مسليمار، د اوبو او برېښنا پخوانى وزير او جهادي قوماندان محمد اسماعيل، د ملي دفاع پخوانى وزير بسم الله خان، د کورنيو چارو پخوانى وزير محمدعمر داوودزى او د انسجام ملى ګوند د رهبرۍ شورا مشر صادق مدبر د يادې شورا له غړيو څخه دي.

عبدرب الرسول سياف په نننۍ غونډه کې وويل چې د داسې يوې شورا جوړښت ته اړتيا وه.

هغه وايي:"موږ د اوسني وضعيت په ليدو سره د ګناه احساس وکړ چې ولې لاس تر زنې ورته ناست يو او ننداره يې کوو، له همدې امله له نورو مشرانو سره کېناستو او د دې شورا د جوړښت اقدام مو وکړ."

هغه هيله څرګنده کړه چې دغه شورا د افغانستان خلک له بدبختيو او اقتصادي، امنيتي او ټولنيزې بې ثباتۍ وژغوري.

سياف وويل چې دوى له اساسي قانون سره سم د لويې جرګې د جوړښت، ټاکنيز نظام د اصلاح، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو او په امنيتي، اقتصادي او نورو برخو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

هغه وويل چې که د اوسني وضعيت د ښه والي لپاره اړين اقدامات ونه شي، نو وضعيت به داسې شي چې کنټرول به يې له توان نه ووځي.

سياف وايي که دولت د وضعيت د ښه والي لپاره کوم پلان لري، نو دوى يې ملاتړکوي.

هغه وايي، ياد شورا د دې لپاره نه ده جوړه شوې چې غړي يې له لارې ځانونه قدرت ته ورسوي، بلکې د ملت رنځ هغوى دې ته اړه کړي چې يو څه وکړي.

دى وايي چې امنيتي ځواکونه هره ورځ قرباني ورکوي، خو ستړي شوي او بايد زمينه باربره شي چې ولس او جهادي ځواکونه له هېواد څخه په مبارزه کې د هغوى ملګرتيا وکړي.

استاد سياف وايي، سوله غواړي خو د سولې د خبرو لپاره اړينه ده چې د نزاع لوري او موضوع څرګنده شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.