ګردېز(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنې ځينې غړي د ولايتي چارواکو پر کړنو نيوکې او په اړه يې د څېړنې غوښتنه کوي، خو ولايتي چارواکي وايي چې د ستونزو د حل لپاره يې ډېر څه کړي دي.
د دې ولايت د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نوي حکومت چاراکو د مثبتو بدلونونو راوستو او فساد کچې د ټيټيدو لپاره ژمنې کړې وې ، خو تر اوسه يې مثبت بدلون نه دى راوستى.
هغه زياتوي چې ورځ تر بلې ستونزې ډېريږي.
دی وايي چې د ولايتي ادارې سل ورځنی پلان نمايشي بڼه لري او په دغه ولايت کې په داسې حال کې د نورو ولايتونو خلک پر دندو ګومارل شوي چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ځوانان وزګار دي.
دغه راز قادري نيوکه وکړه چې د ولايت ډېرې ادارې لاهم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
قادري وايي:" مرکزي اداره دې دغه ولايت ته دټولو ستونزو دڅېړلو په موخه يو پلاوی راوليږي تر څو دغه ستونزې وڅېړي او دحل لاره ورته پيدا کړي ."
د مدني ټولنې غړي سيد جمال اصف خېل په دې ناسته کې وويل :" د دې ولايت د مچلغو بند،ګردېز- پټان لارې او ځينې نورې پروژې په ټپه ولاړې دي او په روان کال کې هيڅ لويه او وړه پروژه نه ده پلې شوې ."
هغه دعوه کوي چې د دغه ولايت د ادارې په تړونونو کې روڼتيا نشته او ټول تړونونه ديو څو کسانو په خوښه ترسره کيږي .
اصف خېل وويل داستونزې يې له دې وړاندې څو څو ځله د پکتيا له والي نصرت ارسلا سره شريکې کړې خو تر اوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی .
دی وايي که چېرې د شته ستونزو د له منځه وړو لپاره اړين اقدام ونه شي نو دوى به مدني حرکتونو ته دوام ورکړي .
د پکتيا ولايتي شورا پخواني مشر او مدني فعال ښايسته جان احدي د يادو ستونزو د يادولو تر څنګ وويل چې د فساد د شتون په اړه اسناد هم لري. هغه وايي چې په ګمرک کې پراخ فساد شتون لري.
خو د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل يادې اعاوې ردوي او وايي چې ولايتي ادارې په تېرو څو مياشتو کې بېلابېل کارونه کړي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن