ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پخوانى هندي توپ اچوونکى د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکى شو

يو پخوانى هندي توپ اچوونکى د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکى شو

author avatar
18 Dec 2015 - 16:20
يو پخوانى هندي توپ اچوونکى د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکى شو
author avatar
18 Dec 2015 - 16:20

کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ اچونکی منوج پراباکر د توپ اچونې په برخه کې له افغان ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه پر دنده وګومارل شو.

د کرکټ بورد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کرکټ بورډ ادارې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو غوره چمتووالي او په دغه سیالیو کې د لوبې په هره برخه کې د اغیزمنو پایلو درلودلو په موخه دغه کار کړى دى.

سرچينه ليکي چې نوموړی به له مشر روزونکي انضمام الحق سره په ګډه د ملي لوبډلې روزونه کوي او د نړیوال شل اووریز جام سیالیو تر پایه به له ملي لوبډلې سره ملتیا ولري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، منوج پراباکر په ۳۹ ټیسټ او په ۱۳۰ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو کې د هند په استازیتوب لوبه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د توپ اچونې په برخه کې ځانګړي مهارتونه لري او د این او اوټ سوینګ (In and out swing) توپ اچونې له امله د نړۍ په کچه غوره شهرت لري.

سرچينه ليکي چې د افغان کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش د منوج پراباکر پر دنده ګومارنه یو له غوره پایلو ډک ګام وباله او ویې ویل چې هغه به د خپلې روزنې په پایله کې د توپ اچونې له اړخه د ملي لوبډلې توپ اچوونکو ډیری ستونزې هوارې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.