کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٤): د غوراوي کمېټې غړي وايي، د روانې اونۍ په اوږدو کې به د دې کمېټې غړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو وګوري او هم به خپل اداري پلاوى وټاکي.
د دې کمېټې يوه غړي نعيم ايوب زاده، د ليندۍ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې کمېټې نن په خپله دويمه ناسته کې د ټاکنيزو کميسيونونو د غړو ټاکلو د قانوني معيارونو او د ټاکلو پر طرزالعمل بحث وکړ.
ده زياته کړه، دغه راز يې د کمېټې د کار پر لارو چارو او د دوى د فعاليتونو د اطلاع رسونې په برخې هم خبرې وکړې.
د هغه په وينا، ډېر ژر به د يادې کمېټې غړي له ولسمشر اشرف غني او اجرايه مشر ډاکټر عبدالله سره وګوري او له هغه وروسته به د يوې علني غونډې له لارې د کمېټې اداري پلاوى (رييس، مرستيال او منشي) وټاکل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو نن وويل، چې د ټاکنيزو کميسيونونو کمېشنرانو د ټاکنې کمېټې کار، د دوو قوانينو په اړه د ولسمشر فرمان د برخليک معلومېدو پورې بايد وځنډول شي.
د غواروي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديز شوې کڅوړې له مادو څخه شمېرل کېږي او يادې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو حکومت ته د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په توګه نوي کسان وړانديز کړي.
له مدني ټولنې څخه د يوې ښځې په ګډون درې کسان، د سترې محکمې د عالي شورا يو غړى، د بشر حقونو خپلواک کمېسيون يو غړى، د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسيون يو غړى او د اداري اصلاحاتو کمېسيون يو استازى د غوراوي کمېټې غړي تشکيلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن