ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې وسله والو دوه ملکي وګړي تښتولي

په غزني کې وسله والو دوه ملکي وګړي تښتولي

author avatar
19 Dec 2015 - 18:31
په غزني کې وسله والو دوه ملکي وګړي تښتولي
author avatar
19 Dec 2015 - 18:31

غزني ښار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۴): چارواکي وايي چې وسله والو کسانو په غزني ولايت کې دوه ملکي ګړي تښتولي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو کسانو د غزني د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سيمه کې پنځه ملکي وکړي چې جاغورو ولسوالۍ ته پر لاره وو، له موټر سره تښتولي وو.

هغه زياته کړه چې په موټر کې درې مېرمنې او دوه نارينه وو چې يو ساعت وروسته يې مېرمنې خوشې کړې او نارينه يې له ځان سره وړي دي.

اميري وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کسان چا او د څه لپاره تښتولي، خو زياتوي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

خو د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحيم پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو په قره باغ کې پنځه او په مقر کې يو تن تښتولى دى.

هغه وايي چې د قره باغ له تښتول شوو څخه يې درې مېرمنې خوشې کړې دي.

د يو  بل خبر له مخې، د غزني ښار په منګور سيمه کې وسله والو طالبانو درې غله چې څو ورځې وړاندې يې له ښاره يو تن له رکشې سره تښتولى و، په لرګو وهلی دی.

د غزني امنيتي چارواکو په دې اړه نه دي ويلي.

د منګور سيمه چې د غزني ښار اړوند او د ښار په ۶ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د وسله والو طالبانو په واک کې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.