جلال اباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار چارواکي وايي، د هند پر قونسلګرۍ يو بريدکوونکى موخې ته له رسېدو وړاندې نيول شوى دى.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په مرکز جلال اباد کې هغه بريدګر، چې غوښتل يې په دې ښار کې د هند پر قونسلګرۍ ځانمرګى بريد وکړي، نن د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا نيول شوى دى.
ده زياته کړه، نيول شوى تن ناصر نومېږي او د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې د وسله والو طالبانو له لوري د هند پر قونسلګرۍ ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و.
د هغه په وينا، دغه تن د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيول شوى او په خپل جرم يې اعتراف هم کړى دى.
خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
څه باندې دوه کاله وړاندې (د ١٣٩٢ کال د زمري ١٢مه) په جلال اباد ښار کې د هند پر قونسلګرۍ بريد شوى و، چې نږدي اته ملکي وګړي په کې وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن