کابل ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٤ ) : ټاکل شوې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سه شنبې په ورځ اذربايجان ته لاړ شي.
د دغه هېواد رسنيو د ليندۍ په ٢٩مه، خبر ورکړى، چې ولسمشر غني به په دې يوه ورځني سفر کې د اذربايجان ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري.
د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان سفير رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر غني به د مرغومي په لومړۍ نېټه، د سه شنبې په ورځ دغه هېواد ته لاړ شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، د ماليې وزير، د ملي امنيت سلاکار، د سوداګرۍ وزير، د کار او ټولنيزو چارو وزيره او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي په دې سفر کې ولسمشر سره ملتيا کوي.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي هم منلې، چې ولسمشر به ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ به د سه شنبې په ورځ باکو ته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن