ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په هلمند کې ۸۷  وسله وال وژل شوي

چارواکي : په هلمند کې ۸۷ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Dec 2015 - 14:24
چارواکي : په هلمند کې ۸۷  وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Dec 2015 - 14:24

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): په هلمند ولايت کې مېشت د ملي اردو چارواکي وايي چې د دوو ولسواليو په عملياتو کې  يې ٨٧ وسله وال وژلي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند محمدرسول ځاځي د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د خړ نيکه په سيمه کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې وسله وال د ملي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ  شول او د جګړې په پايله کې ٢٩ وسله وال مخالفين ووژل شول.

ځاځي دغه راز وويل چې د واشير په  ولسوالۍ کې هم د وسله والو ډله ييز بريدونه پر شاتمبول شوي او په رامنځته شوې نښته کې ٥٨ وسله وال وژل شوي او د هغوى ګڼې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

سرچينې ويلي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يادو جګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو دوى په خپله ويبپاڼه کې د هلمند په ځينو سيمو کې د ګڼو دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.