ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ  ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي

د بلخ ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي

author avatar
21 Dec 2015 - 11:14
د بلخ  ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي
author avatar
21 Dec 2015 - 11:14

مزارشريف (پژواک، ٣٠ليندۍ ۹۴) : بلخ ولايت چې نږدې شپږ کاله پخوا په کې د کوکنارو کښت صفر شوی و؛ خو اوس يو ځل بيا  ځينو ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي.

د بلخ ولايت په چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شولګر او بلخ ولسواليو کوکنار کرل شوي، خو د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د کوکنارو د کر کچه خورا زياته ده.

د بلخ کروندګر که څه هم ياد کښت غير قانوني بولي؛ خو وايي چې په کرنيزه برخه کې د حکومت د نه پاملرنې له امله د ژوند د تېرولو په موخه يې کرلو ته مجبور شول.

د دغه ولايت دولتي چارواکي د کوکنار د کښت د تاييد تر څنګ وايي، چې د کره راپورونو له بشپړېدو سره سم به يې بېرته واړوي.

د چمتال ولسوالۍ د جرکلا سيمې اوسېدونکي عبدالله خان وويل، چې په اته جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په دې پوهېږو، چې غير قانوني کار مو کړی او د دې وېره هم راسره شته، چې که دولت راباندې خبر شي نو راته اړوي يې، خو که دولت خبر نه شو او موږ حاصل راټول کړ، نو روزګار به مو ښه شي.))

عبدالله خان پژواک اژانس ته وويل، ځمکې ډېرې لري خو د اوبو او کرنيزو وسايلو د کمښت له امله له حلالو کښتونو سمه ګټه نه شي پورته کولی.

نوموړي زياته کړه، چې اوبه نشته، تراکتور نشته،د کښتونو مرضونه ډېر دي؛ نو څه وکړي. عبدالله خان وويل: ((تېر کال مو په لس جريبه ځمکه کې پنبه کرلې وه، مرض يې وکړ، هېڅ حاصل مو ترې وانه خيستی شو.))

نوموړي زياته کړه،يو جريب ځمکه ۳۲منه پخته کوي، ټولې ترې ۱۶زره افغانۍ جوړېږي، چې د ځمکې لګښت ترې وويستل شي، نو هېڅ هم نه پاتې کېږي؛ خو که کوکنار په کې وکرل شي نو ۱۰ کيلو ګرامه حاصل ورکوي، چې نږدې ۸۰ زره افغانۍ ترې جوړېږي.

د بلخ ولسوالۍ د وزيراباد کلي اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم يو څه کروندګرو د کوکنار کر ته مخ کړی دی.

د ياد کلي اوسېدونکي محمد عوض پژواک ته وويل، چې پر نيم جريب ځمکه يې کوکنار کرلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((سږکال په ټول ولايت کې د کوکنارو د کرلو اوازې وې موږ هم زړه وکړ، بس په دې نيم جريب مو وکرل.)) د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ په بوکه، تاڼه او ځينو نورو سيمو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.