کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٤): د مدني ټولنې ځينو بنسټونو پر "حراست او ثبات شورا" نيوکه وکړه او وايي، د دغه جوړښت مشران پر دولت د فشار راوړلو لارې د مقام او څوکۍ غوښتنې په هڅه کې دي.
د "حراست او ثبات شورا" کې چې تېره جمعه يې د موجوديت اعلان وکړ، د عبدرب الرسول سياف او د ولسمشر کرزي حکومت ځينې وزيران لکه د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال، اسماعيل خان، بسم الله خان او عمر داوودزي په ګډون يو شمېر پخواني جهادي مشران په کې شامل دي.
د نوي افغانستان ګوند مشر او د پخواني ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلميار او د انسجام ملي ګوند د مشرتابه شورا مشر صادق مدبر د يادې شورا نور غړي دي.
په بېلابېلو ډګرونو کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د امنيت ټينګښت او په هېواد کې له اوسنيو ستونزو سره مبارزه د يادې شورا له عمده موخو څخه بلل شوي دي. غړي يې وايي چې دغه شورا د نظام د رانسکورولو په موخه نه ده جوړه شوې او اپوزيسيون هم نه ده، بلکي اصلاحي بڼه لري.
خو يو شمېر مدني بنسټونه بيا د يادې شورا جوړېدل، امتياز غوښتنه بولي او ټينګار کوي، کوم کسان چې په دغې شورا کې غړيتوب لري، ښه مخينه نه لري.
د "ملي غورځنګ" يوه غړي عطاءالله حيران نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې د دغې شورا رامنځته کېدل له هېواد څخه د ساتنې او ثبات لپاره نه دي، بلکې کومو کسانو چې دغه شورا جوړه کړې، د خپل ځان ساتنې لپاره هڅه کوي او غواړي په هېواد کې نسبي رامنځته شوى ثبات هم پر بې ثباتۍ بدل کړي.
د مدني ټولنې ياد غړي زياته کړه: "په جهاد کې تر ټولو ډېره قرباني خلکو ورکړه، دغه مشران بايد د جهاد له نوم بايد ناوړه ګټه پورته نه کړي، دوى چې له مقام او څوکۍ څخه په ګټې، د ودانيو او تورو ښيښو موټرونو مالکان شول، نور دې بس کړي، د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې او د خلکو له چوپتيا دې ګټه نه اخلي."
د مدني ټولنې د فدراسيون غړي يوسف امين ځاځي وويل، هېواد ته هغه کسان خدمت کولى شي چې د ملت ارمانونو ته ژمن وي، د اسلام لپاره هغه څوک خدمت کوي چې عدالت په پام کې نيسي.
د هغه په ادعا، کوم کسان چې د يادې شورا په مشرتابه کې ځاى لري، هېڅکله هم ملي ارمانونو ته ژمن نه دي او هېڅکله يې هم عدالت نه دى مراعات کړى.
د ځاځي په وينا، د ثبات او حراست شورا له دولت څخه د مقام او څوکيو ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې، ځکه د دې شورا د مشرتابه کسانو د وزارت، ملي شورا، معينيت او رياست څوکۍ ترلاسه نه کړې، نو له دې امله يې ياده شورا جوړه کړه.
هغه وويل، د مدني ټولنې بنسټونه به د امنيتي ځواکونو او خلکو په مرسته هېڅکله هم دا ډول کسانو ته د اسلام او ثبات له نومونو څخه د ناوړه ګټې پورته کولو اجازه ورنه کړي.
د "مجموعه گذار" غړي نذير احمد هم وويل، د اپوزيسيون او شورا رامنځته کول، يوه قانوني چاره ده او نظام پياوړى کوي، نه دا چې په دا ډول حالاتو کې د نظام د له منځه وړلو په هڅه کې وي؛ که چېرې دا شورا د نظام د بې ثباتۍ په هڅه کې وي، نو افغانستان به د بې ثباتۍ لوري ته کش کړل شي او د نيابتي جګړو پر مرکز به بدل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن