لښکرګاه(پژواک،۳۰ليندۍ۹۴): د هلمند والي د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ سقوط رد ، خو زياته يې کړه چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
پرون د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي چې دې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.
سرچينې دا هم ويلي چې په دې ولسوالۍ کې د ١٥٠ په شاوخوا کې پوليس د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
خو د هلمند والي ميرزا خان رحيمي نن (د ليندۍ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سنګين ولسوالۍ تر اوسه سقوط نه دى کړى.
هغه وويل چې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ او د ولسوالۍ په ودانيو کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
رحيمي وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ په زنبلي سيمه کې عمليات کړي چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې به د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات همداسې روان وي.
خو د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې تېره شپه څو ځلې د سنګين ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ کله طالبانو او کله هم امنيتي ځواکونو نيولي دي.
هغه وويل چې امنيتي چارواکي بايد په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونيسي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا بل غړي حيات الله مايار بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د سنګين ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ او ولسوالۍ د ودانيو ترڅنګ يو شمېر نورې مهمې سيمې هم نيولې دي.
هغه وويل چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې يو شمېر سرتېري د کلابندۍ په حال کې دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ يوې سرچيني نن پژواک ته وويل چې اوس هم د ١٥٠ په شاوخوا کې پوليس په سنګين ولسوالۍ کې کلابند دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن