پل علم(پژواک،٣٠ليندۍ٩٤): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې د څرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، امنيه قوماندان او پنځه نور ملګري يې وژل شوي دي.
د لوګر ولايت د څرخ ولسوال خليل الله کمال د ليندۍ په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د يادو عملياتو پرمهال د څرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي اسدالله، د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان قاري شريف او پنځه نور ملګري يې هر يو ملاقدير، ملا مزمل، ملا رهبر، ملا احمد او ملافضل وژل شوي دي.
ده وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره مقاومت کړى چې له امله يې درې عام وګړي هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په يادو وژل شويو ملکي وګړو کې يوه ښځه، يو ماشوم او يو سپين ږيرى شامل دي.
ولسوال وايي چې ملګي کسانو ته د طالبانو د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د څرخ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيداکبراغا هم پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه: (( سهار موږ خبر شو چې دلته عمليات شوي او طالب مشران په کې وژل شوي دي.))
ده هم وويل چې د يادې نښتې پرمهال درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو هغه وايي: (( تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د چا په ډزو کې وژل شوي ځکه دواړو لوريو ډزې کولې.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د څرخ ولسوالۍ لپاره د دوى ولسوال او درې نور ملګري يې وژل شوي دي.
هغه زياتوي، په ياده ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال امنيتي ځواکونو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن