ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان به د سوېلي اسيا فوټبال سياليوکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي

افغانستان به د سوېلي اسيا فوټبال سياليوکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي

author avatar
22 Dec 2015 - 17:17
افغانستان به د سوېلي اسيا فوټبال سياليوکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي
author avatar
22 Dec 2015 - 17:17

کابل ( پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤) :د سوېلي اسيا هېوادونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ (ساف) د چهارشنبې په ورځ  په هندوستان کې پيلېږي او افغانستان به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د مرغومي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ سبا پيلېږي او افغانستان به د پنجشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره کوي.

هغه زياته کړه، چې د فوټبال ملي لوبډله لومړى په کابل او بيا په قطر کې د بهرني روزونکي تر څار لاندې تمرينات  ترسره کړي او له بشپړ  چمتووالي سره به په يادو سياليو کې ګډون وکړي.

کاظمي وويل چې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ګډون کوونکو لوبډلو لوبډلمشران او روزونکو رسنيو سره د دې سياليو په اړه خبرې وکړې.

د يادونې ده چې دوه کاله مخکې افغانستان ددې سياليو په پاى لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د سوېلي اسيا سياليو اتلولي خپله کړې وه.

د فوټبال لوبې کارپوه سيد هادي کاظمى وايي، چې ملي لوبډله د دوه کاله پخوا په څېر پياوړې نه ده، خو زياتوي چې له ښو تمريناتو سره هندوستان ته تللې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د المان هېواد روزونکي له افغان لوبغاړو سره ښه خواري کړې   او هيله يې څرګنده کړه، چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

د سوېلي اسيا هېوادونو فوټبال سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي  ،ـ په الف ګروپ کې هندوستان، نيپال ، سريلانکا او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، مالديف او بوتان شامل دي.

د يادونې ده چې له هندوستان سره د سياسي ستونزو له امله دپاکستان لوبډله په دې سياليو کې برخه نه اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.