ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: ځانمرګي بريدونه به زموږ د ترهګرۍ ضد مبارزه اغېزمنه نه کړي

امريکا: ځانمرګي بريدونه به زموږ د ترهګرۍ ضد مبارزه اغېزمنه نه کړي

author avatar
22 Dec 2015 - 11:52
امريکا: ځانمرګي بريدونه به زموږ د ترهګرۍ ضد مبارزه اغېزمنه نه کړي
author avatar
22 Dec 2015 - 11:52

واشنګټن (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): امريکا په بګرام کې شوى ځانمرګى بريد غندلى او زياتوي چې دوى به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

پرون له غرمې وروسته د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو پر ګډې ګزمې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې شپږ امريکايي سرتېري ووژل شول او د امريکايانو په ګډون يو شمېر افغان سرتېري ټپيان شول.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنېسټ ياد بريد پر کلکو ټکو غندلى، خو زياته کړې يې ده چې دا ډول بريدونه دوى د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې نه شي پر شا کولى.

نوموړي زياته کړې چې  دوى د يادې مبارزې تر څنګ له افغان حکومت او افغانانو سره هم خپل ملاتړ او همکاريو ته ادامه ورکوي.

هغه وايي: ((موږ به د سولې او ثبات لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کوو، دغه ډول بريدونه موږ له خپل ماموريت څخه نه شي پر شا کولى.))

بلخوا د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر هم ياد بريد غندلى او د وژل شوو امريکايي سرتېرو له کورنيو سره يې غمرازي کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.