ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال کمپبل او راحيل شريف پر افغان سوله خبرې کړې

جنرال کمپبل او راحيل شريف پر افغان سوله خبرې کړې

author avatar
22 Dec 2015 - 15:29
جنرال کمپبل او راحيل شريف پر افغان سوله خبرې کړې
author avatar
22 Dec 2015 - 15:29

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره پر امنيتي موضوعاتو او د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پوځ د عامه اړيکو له دفتره (اى اېس پي ار) د مرغومي په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کمپبل پرون د پوځ له مرکزه ليدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې چې جنرال کمپبل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وليدل او پر بېلابېلو موضوع ګانو يې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په ځانګړې توګه د سيمې پر امنيت او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پر افغان سولې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف کابل ته راشي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.