ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلستان خلک: ولسوالۍ سقوط کړى

author avatar
22 Dec 2015 - 19:50
author avatar
22 Dec 2015 - 19:50

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۴): د فراه د ګلستان ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې دې ولسوالۍ سقوط کړى، خو ولايتي چارواکي بيا وايي، د ولسوالۍ مرکز يې له يوې سيمې څخه بلې ته د غوره حکومتولۍ په موخه انتقال کړى دى.

ګلستان د فراه يوه تر ټولو لرې پرته ولسوالۍ ده چې په ډېرو سيمو کې يې ټېلفوني شبکې هم کار نه کوي.

د همدې ولسوالۍ اړوند د توت کلي اوسېدونکي فضل احمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولسوالۍ نن غرمه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ده زياته کړه، نن سهار طالبانو د ولسوالۍ په مرکز او د ملي اردو پر اډې بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شوه.

د هغه په وينا، اوسمهال دولتي ځواکونه د بکوا او ګلستان ترمنځ توت سيمې ته راروان دي.

د ګلستان ولسوالۍ د اولار کلي اصلی اسېدونکى احمد خالد چې اوسمهال په فراه ښار کې ژوند کوي، هم وايي چې دولتي ځواکونو ولسوالۍ او هغه سيمه چې په کې اوسېدل، پريښي او توت سيمې ته انتقال شوي دي.

ده وویل: ((ګلستان ولسوالۍ اصلاً له دوو کلونو راهیسې سقوط وه، یواځې دوه درې کلي له دولت سره وو، نور ټول له طالبانو سره وو.))

خو د فراه والي محمداصف ننګ نن په مطبوعاتي ناسته کې د ګلستان د ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ او ويې ويل: "د حکومتولۍ د کار لپاره يو ګام اخيستل شوى، چې هغه ايجاب کاوه چې د ګلستان د قلعه کهنه له سيمې څخه موږ خپله ولسوالۍ انتقال کړو د ګلستان يوې بلې څانګې ته او دغه انتقال په مکمله توګه پرته له دې چې کومه خساره او زيان رامنځ ته شي، وشو."

ده زياته کړه، د دې لېږد موخه دا وه چې په دې ولسوالۍ کې د تېرو کلونو د حکومتولۍ خراب حالت ته يو ځواب پيدا شي. دغه راز حکومتوالي بايد اغېزمنه وي، د لاسرسي وړ وي او د خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي، خو مخکې دغه اهداف نه ترسره کېدل.

د هغه په خبره، هغه نوى ځاى چې د توت او غني مرغ د سيمو ترمنځ ټاکل شوى، د ګلستان اتيا سلنه خلک ورته لاسرسى پيدا کولى شي.

له بلې خوا په هرات کې د لوېدیځ زون په کچه د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان ډګرجنرال تاج محمد جاهد هم په ياده ناسته کې د ګلستان ولسوالۍ سقوط رد کړل.

هغه وویل: ((هغه پلان چې مخکې د ښې حکومتولۍ لپاره نیول شوی و، دا یو انتقال دى، نه د سقوط په معنا؛ د ولسوالۍ انتقال دا یوه نظامي پرېکړه نه، بلکې په لویه کچه یوه سیاسی پرېکړه ده او موخه يې په ولسوالۍ کې ښه حکومتوالي ده، چې دا د ګلستان د خلکو په خیر ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.