کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤) : ولسمشر محمد اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د اذربايجان پلازمېنې باکو ته ورسېد.
د اذربايجان رسنيو د مرغومي په لومړۍ نېټه خبر ورکړى چې افغان ولسمشر نن سهار وخته باکو ته ورسېد، چې ددغه هېواد د لومړي وزير مرستيال او د نورو چارواکو له خوا يې تود هرکلى وشو.
سرچينې زياته کړې چې د باکو په حيدرعليوف نړيوال هوايي ډګر کې د اذربايجان د پوځ يوې ډلې افغان ولسمشر ته سلامي وکړه او رسمي هرکلى يې وشو.
ټاکل شوې چې اشرف غني د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د اقتصادي، سياسي او کولتوري همکاريو په اړه خبرې وکړي.
له ارګ څخه پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به په باکو کې د دغه هېواد ولسمشر الهام علی اوف صدراعظم او نورو چارواکوسره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کوي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به ددغه هېواد د پارلمان مشر او مرستيالانو سره ځانګړې ليدنې کوي او ددې سفر په ترڅ کې به له اذربايجان سره يو شمېر تړونونه هم لاسليک کېږي.
ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرينو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کانونو وزير داوود شاه صبا، د ټرانسپورټ وزير محمدالله بتاش، د فوايد عامې وزير محمود بليغ، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د ښارجوړونې وزير سيد سادات نادري، د ولسمشر سلاکاران، ډاکټر محمد همايون قيومي، شاکر ګارګر او د ملي امنيت شورا مرستيال سليمان کاکړ ملتيا کوي.
ويل کېږي چې په دې سفر کې به د لاجوردو د لارې په اړه خبرې وشي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن