ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني باکو ته ورسېد

ولسمشر غني باکو ته ورسېد

author avatar
22 Dec 2015 - 11:26
ولسمشر غني باکو ته ورسېد
author avatar
22 Dec 2015 - 11:26

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤) : ولسمشر محمد اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د اذربايجان پلازمېنې باکو ته ورسېد.

د اذربايجان رسنيو د مرغومي په لومړۍ نېټه خبر ورکړى چې افغان ولسمشر نن سهار وخته باکو ته ورسېد، چې ددغه هېواد د لومړي وزير مرستيال او د نورو چارواکو له خوا يې تود هرکلى وشو.

سرچينې زياته کړې چې د باکو په حيدرعليوف نړيوال هوايي ډګر کې د اذربايجان د پوځ يوې ډلې افغان ولسمشر ته سلامي وکړه او رسمي هرکلى يې وشو.

ټاکل شوې چې اشرف غني د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د اقتصادي، سياسي او کولتوري همکاريو په اړه خبرې وکړي.

له ارګ څخه پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به په باکو کې د دغه هېواد ولسمشر الهام علی اوف صدراعظم او نورو چارواکوسره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کوي.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به ددغه هېواد د پارلمان مشر او مرستيالانو سره ځانګړې ليدنې کوي او ددې سفر په ترڅ کې به له اذربايجان سره يو شمېر تړونونه هم لاسليک کېږي.

ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرينو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کانونو وزير داوود شاه صبا، د ټرانسپورټ وزير  محمدالله بتاش،  د فوايد عامې وزير محمود بليغ، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د ښارجوړونې وزير سيد سادات نادري، د ولسمشر سلاکاران، ډاکټر محمد همايون قيومي، شاکر ګارګر او د ملي امنيت شورا مرستيال سليمان کاکړ ملتيا کوي. 

ويل کېږي چې په دې سفر کې به د لاجوردو  د لارې په اړه خبرې وشي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.