جلال اباد، مهترلام (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د ننګرهار او لغمان چارواکي وايي، په بېلابېلو پېښو کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونول حضرت حسين مشرقيوال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د درېيو بجو په شاوخوا کې د دې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ په اته ويشتمې ويالې ساحه کې بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د سيف الدين د ډلې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له بلې خوا د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې دوه وسله وال مخالفين د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک اژانس ته وويل، دغه کسان د الينګار اړوند د سلينګار په سيمه کې تېره شپه هغه مهال وژل شوي، چې ماين يې له يادې سيمې څخه د ولايت د مرکز په لور لېږداوه او پرې چاودلى دى.
د هغه په وينا، په دغو کسانو کې يو يې اسد نومېږي چې يواځې سر يې موندل شوى او د بل تن هويت نه دى څرګند.
وسله والو مخالفينو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن