ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې لس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې لس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Dec 2015 - 11:25
کونړ کې لس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Dec 2015 - 11:25

اسعداباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې د کونړ پر مرکز اسعداباد ښار د وسله والو بريدونه پر شا تمبول شوي او په نښته کې لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د اسعداباد ښار له سوېل لوري پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې وسله وال مخالفين د دولتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او  تر درې ساعته جګړې وروسته يې بريدونه پر شا وتمبول شول.

سيدخېل وايي چې په دې جګړه کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وويل چې په وژل شوو وسله والو کې دوه د پاکستان د باجوړ اوسېدونکي دي  او په جګړه کې يو پوليس هم ټپي شوى او يوه پوسته زيانمنه شوې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي چې پر اسعداباد د مرورې ولسوالۍ له لوري ترسره شوی بريد پر شا تمبول شوی دی.

د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سيمې ته نور حمايوي ځواکونه استول شوي وو .

سرچينې زياته کړې چې په دې جګړه کې وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې تر څنګ يو د ملي اردو سرتېری او يو پوليس وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي چې په دې نښته کې يې شپږ پوستې له منځه وړې او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.