د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان په فوټبال کې بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان په فوټبال کې بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړه

Dec 24, 2015 - 22:02

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۴) : افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې بنګله دېش ته څلور پر صفر ماتې ورکړه.

د  افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي د مرغومي  په ۳ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن په هندوستان کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، چې ددې لوبې په لومړۍ برخه کې افغان لوبغاړو ډیره ښه لوبه وکړه او درې ګولونه یې ووهل.

دنوموړي په وینا، د لوبې په دویمه برخه کې هم افغان لوبغاړو یو ګول وواهه، د بنګله دیش د ګول  وهلو هڅې وکړې، خو افغان لوبغاړو له خپل ګول څخه ښه دفاع وکړه.

د کاظمي په وینا، د افغانستان له لوري مسیح سیغاني، فیصل شایسته ، زبیر امیري او خیبر اماني ګولونه ووهل.

په دې سیالیو کې دسویلي اسیا اوه هیوادونو برخه اخیستې ده، چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي.

افغانستان مالدیپ، بنګله دیش او بوټان په ب ګروب کې، هندوستان نیپال او سریلانکا په الف ګروب کې دي.

د راتلونکې یکشنبې په ورځ افغانستان خپله دویمه له بوټان سره ترسره کوی، افغانستان دوه کاله مخکې ددې سیالیو  اتلولي خپله کړې وه او اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan